لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایراني مزایل په خلیج فارس کې جنگې بېړیو ته رسیدلی شي، ایراني چارواکي ویلي


صدر ټرمپ او د ایران روحاني مشر علي خامنايي
صدر ټرمپ او د ایران روحاني مشر علي خامنايي

د ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو یو لوړ رتبه چارواکي ويلي ایراني مزایل په خلیج فارس کې جنگي بېړیو ته ډیر په اسانه رسېدلی شي.

د پاسداران انقلاب نایب مشر محمد صالح جوکار دغه خبره په داسې حال کې کړې ده چې امریکې په سیمه کې خپل پوځي قوت زیات کړی دی، اضافي جنگي بېړۍ یې خلیج فارس ته لېږلي دي او ویلي یې دي چې د دې گامونو هدف د ایران په ضد اقتصادي پابندۍ سختول او د ایران دلاسه د ممکنه خطر مخه نیول دي. خلېج فارس د نړۍ یوه مهمه تجارتي لار ده او د دنیا د تېلو تجارت دریو کې یوه برخه د خلیج فارس څخه تېرېږي.

خلېج فارس د نړۍ یوه مهمه تجارتي لار ده او د دنیا د تېلو تجارت دریو کې یوه برخه د خلیج فارس څخه تېرېږي
خلېج فارس د نړۍ یوه مهمه تجارتي لار ده او د دنیا د تېلو تجارت دریو کې یوه برخه د خلیج فارس څخه تېرېږي

د ایران د فارس خبري ادارې ترمخه، ښاغلي جوکار وویل "امریکا د نوي جنگ قیمت نشي ادا کولی" او که چېرې په سیمه کې جنگ پېل شو نو د نړۍ د تېلو رسد به متاثر شي. "که جنگ کېږی نو دنیا ته به زیان رسي."

د پاسداران انقلاب یو مشر دغه خبرې په داسې حال کې هم کړې دي چې د ایران خارجه وزیر جواد ظریف د ایران د اېټمي پروگرام په سر شوي معاهده پرځای ساتلو دپاره سفارتي کوښښونه کوي او د جمعې په ورځ یې د چین د سفر په مهال په نړیوالې ټولنې ټکونه وکړل او وه یې وېل یوازې "حمایتي بیانونه" معاهده پرځای نشي ساتلی.

د اېرنا خبري ادارې ترمخه جواد ظریف وویل "که چېرې نړیواله ټولنه دا احساس کوي چې دا معاهده گران بیه کامیابي ده، نو بیا پکار ده چې لکه د ایران په ډول عملي گامونه واخلي."

جواد ظریف وویل "د عملي گامونو معنا په مکمله توگه واضحه ده. د ایران اقتصادي تعلقات دې د معمول سره سم کړی شي."

امریکې د ایران سره په کال ٢٠١٥ کې شوي اېټمې معاهده ماته کړې ده او په هېواد یې اقتصادي پابندۍ بیا لگولي دي چې په نتیجه کې یې د ایران اقتصاد او د تېلو صادراتو ته زیان رسېدلی دی.

خو د ایران د معاهدې پنځه نور فریقین، روس، چین، برطانیه، فرانس، جرمني او یورپي یونین په لوظنامه ولاړ دي.

د کال ٢٠١٥ د معاهدې دلاندې ایران د یورېنیم د تیارولو کار ودرولو او په دې راضي شو چې په هېواد کې موجود یورېنیم بهر محفوظ کړی شي.

خو تېره هفته ایران خبرداری وکړو که چېرې د لوظنامې فریقېن د معاهدې پابندي نه کوي نو ایران به د جولايي د اوومې نېټې څخه د یورینیم صفا کولو کار بیا پېل کړي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي د مسلې سفارتي حل غواړي خو ایراني مامورین په دې باور نه کوي. د ایران د مهر خبري د رپورټ ترمخه، ایراني جرنیل رسول ثناي راد د صدر ټرمپ د خواهش په اړه ویلي د بندیزونو ترڅنگ د خبرو امید کول داسې دې لکه د چا په سر چې څوک ټوپک کښېدي او د ملگرتیا غوښتنه ترې وکړي.

او په ملگرو ملتونو کې د ایران سفیر مجید تخت رونچي د امریکې سي بي اېس ټېلې وژن ته ویلي امریکا د کوت په لاس ایران ویرول او هم ورسره خبرې کول غواړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG