لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: په ایران به د تاریخ تر ټولو سخت بندیزونه ولگوو


ایران سره د معاهدې ماتولو خلاف په ایران کې په زرگونو خلکو احتجاجونه وکړل
ایران سره د معاهدې ماتولو خلاف په ایران کې په زرگونو خلکو احتجاجونه وکړل

د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د ایران سره د کومې نوي اېټمي لوظنامې دپاره د غوښتنو یو پراخ فهرست جاري کړی دی او ویلي یې دي که چېرې ایران خپله رویه بدله نکړه نو د تاریخ تر ټولو سخت بندیزونه به پرې ولگول شي.

د گل، دوشنبې، په ورځ د هېریټیج فاونډیشن نومې څېړنې اداره کې د وینا په مهال ښاغلي پامپېیو وویل ایران دې د افغانستان طالبانو، د لبنان حزب الله، د فلسطین حماس او د یمن هوثي وسلوالو د ملاتړ نه لاس واخلي.

وړاندې کړو. دا میاشت د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د ایران سره معاهده د ماتولو اعلان وکړو.

د ایران سره د کومې نوي معاهدې دپاره په شرطونو کې مایک پامپېیو وویل دا شامل دي چې ایران به د ایټمي وسلو په تکل کې هلې ځلې د همېش دپاره ختموي، د بیلسټیک مزایلو پروگرام نه به لاس په سر کیږي او په منځني ختیځ کې به "بې ثباتي" رامنځته کونکې هلې ځلې ودروي.

مایک پامپېیو خبرداری وکړو که ایران خپله لاره بدله نکړه نو بې "مثاله اقتصادي فشار" به پرې واچول شي.

هغه وویل کله چې سر ته ورسي نو "دا به د تاریخ تر ټولو سختې پابندۍ" وي. "د تیرو څو کلونو راهېسې د ایران حکومت په منځني خیتځ کې جنگېږي. زمونږ د پابندیو ورسته به ایران د خپل اقتصاد د ژوندي ساتلو په جنگ اخته شي."

ایران په سمدستي توگه د پامپېیو تقریر ته جواب نه دی ویلي خو څېړونکي وايي ایران به د امریکې د غوښتنو مخالفت وکړي.

ټریټا پارسي د نیشنل ایرانین امریکن کاونسل صدره ده وايي "د هر لحاظ نه داسې ښکاري چې د دې تگلارې هدف د کامیابۍ پرځای ناکامي ده...د پامپېیو غوښتنې په داسې انداز دي چې د نوو مذاکراتو امکان پکې رد کړی شوی دی."

په ایران دا اقتصادي پابندۍ د کال ٢٠١٥ م د معاهدې ورسته نرمې کړی شوې. ایران سره دغه معاهده امریکې، روس، فرانس، برطانیي چین او جرمني لاس لیک کړې ده.

د معاهدې د لاندې ایران د یورینیم جوړول عمل ودرولی دی او دې خبرې ته راضي شوی دی چې په هېواد کې د یورینیم تیاره برخه دې د هېواد نه بهر منتقل کړی شي. په بدل کې غربي قوتونو په ایران خپلې اقتصادي پابندۍ نرمې کړې.

صدر ټرمپ د شروع راهېسې د ایران سره شوي د معاهدې مخالفت کوي او وايي دا ناقصه لوظنامه ده چې د هغه پیش رو پخواني صدر براک اوبامه په دور کې لاس لیک شوې ده. صدر ټرمپ وايي د ایران د مزایلو په پروگرام دې هم بندیزونه ولگول شي.

ایران په وار وار ویلي چې اېټمي پروگرام یې د وسلې جوړولو دپاره نه دی.

د امریکې برعکس د ایران د معاهدې یورپي فریقین ددې حمایت کوي او وايي پرځای به یې ساتي.

خو د ایران خارجه وزیر جواد ظریف ویلي یورپي هېوادونه د معاهدې پرځای ساتلو دپاره کافي سیاسي کوښښونه نه کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG