لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: هیله من یو له ایران سره د بندیانو تبادله مو نورو خبرو ته لار پرانیزي


 تېره اونۍ چینایي الاصله امریکایي ژیو وانگ، د ایراني ساینس پوهه مسعود سلیماني سره تبادله شو چې په امریکا کې بندي و
تېره اونۍ چینایي الاصله امریکایي ژیو وانگ، د ایراني ساینس پوهه مسعود سلیماني سره تبادله شو چې په امریکا کې بندي و

لوړ پوړو امریکایي چاوراکو ویلي واشنګټن هیله لري چې د ایران سره د بندیانو تبادله به اوس د دواړو هېوادونو تر منځ پراخه بحث او خبرو ته لاره پرانیزي.

د ایران او امریکا ترمنځ تیره اونۍ د بندیانو د تبادلې وروسته، تهران ویلي د نورو بندیانو تبادلې ته تیار دی.

د چهارشنبې، شورو، په ورځ د امریکا غږ سره په یوې مرکه کې، د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي براین هوک د تیرې اونۍ د چینایي الاصله امریکایي ژیو وانگ د خوشې کیدو ځینې احساساتي شېبې تکرار کړې، او ویې وېل وانګ به له امریکا سره په ګډه کار کوي چې د ټولو امریکایی بندیانو خوشې کولو کې مرسته وکړي.

که څه هم د ایران او امریکا تر منځ د ولسمشر ډانالډ ټرمپ د واکمنۍ پرمهال سیاسي اړیکې خرابې شوي خو د دواړو تر منځ په وروستیو ورځو کې په سویزرلینډ کې د بندیانو غیر معمولي تبادله وکړه چې د دواړو هیوادونو تر منځ د همکارۍ یو ښه ګام گڼل کیږي.

د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف د ایراني ساینس پوهه مسعود سلیماني هرکلی کوي چې امریکا بند څخه ازاد کړو
د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف د ایراني ساینس پوهه مسعود سلیماني هرکلی کوي چې امریکا بند څخه ازاد کړو

د چهارشنبې، شورو، په ورځ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېیو وویل چې واشنګټن هیله لري وروستی بدلون به د ډیرو خبرو لپاره لاره پرانیزي. "زه هیله مند یم چې دغه تبادله به د کونسلګرۍ په چارو کې پراخه بحث ته لاره هواره کړي. موږ لاهم په ایران کې امریکایان لرو، موږ هڅه کوو چې اړیکې پیاوړې کړو چې د نورو همکاریو لپاره یو بل ته فرصتونه برابر کړو".

د ایران او امریکا ترمنځ تیره اونۍ د بندیانو د تبادلې وروسته، تهران ویلي د نورو بندیانو تبادلې ته تیار دی.

تېره اونۍ چینایي الاصله امریکایي ژیو وانگ، د ایراني ساینس پوهه مسعود سلیماني سره تبادله شو چې په امریکا کې بندي و.

ښاغلی وانګ د "جاسوسۍ" په تور په ایران کې په ١٠ کاله بند محکوم شوی و او ښاغلی سلیماني هم د ایران پر ضد د تجارتي بندیزونو نه د سرغړونې په تور په امریکا کې بندي و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG