لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تهران کې امریکې نه د انتقام غوښتنې، صدر ټرمپ وايي ایران ته به د حملې سخت ځواب ورکوي


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي که چېرې ایران د انتقام په غرض کوم گام واخیستلو نو امریکې به ورسته ډیر زر او ډیر سخت ځواب ورکوي
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي که چېرې ایران د انتقام په غرض کوم گام واخیستلو نو امریکې به ورسته ډیر زر او ډیر سخت ځواب ورکوي

د ایران سرښار تهران کې د گل، دوشنبې، په ورځ د القدس ځواکونو مشر جنرل قاسم سلېماني په قتل د ماتم دپاره د زرگونو په شمېره کې خلک جمع شوي وو. په دې موقع د امریکې نه د انتقام اخیستلو غږونه پورته کړی شول.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي که چېرې ایران د انتقام په غرض کوم گام واخیستلو نو امریکې به ورسته ډیر زر او ډیر سخت ځواب ورکوي. هغه زیاته کړه که ایران د امریکې په ضد حمله وکړه نو امریکې په ایران کې د حملو دپاره ٥٢ هدفونه انتخاب کړي دي چې پکې د هغه په قول ثقافتي نخښې هم شاملې دي.

صدر ټرمپ وویل که ایران امریکايان وژني، تشدد پرې کوي او په بمونو یې په هدف کوي نو امریکا هم باید اجازت ولري چې د ایران ثقافتي نخښې وولي.

د امریکې د کانگرس د ایوان نمایندگان د ډیموکرېټک پارټۍ سپېکرې نېنسي پلوسي په یو خط کې د ایوان غړو ته لیکلي چې په د ایران په اړه د صدر ټرمپ پوځي گامونو ته د حد ټاکلو دپاره به دا هفته ووټونو کولی شي.

نېنسي پلوسي په عراق کې د ایران د القدس ځواکونو مشر جنرل قاسم سلېماني خلاف د امریکې هوايي حمله راپارونکي او د ضرورت نه زیات لوې گام بللی دی.

په جنرل سلېماني د حملې وروسته د عراق پارلېمنټ یو قرارداد منظور کړی چې پکې غوښتل شوي چې خارجی ځواکونه دې د هېواد څخه وځي. د دې په ځواب کې صدر ټرمپ ویلي که چېرې امریکايي ځواکونو ته د عراق نه د وتلو امر وشو نو په عراق کې سخت اقتصادي پابندۍ ولگوي.

پاکستان او افغانستان ویلي خپلې خاورې به د بل ملک خلاف استعمالېدو ته نه ورکوي. او د پاکستان خارجه وزیر شاه محمودقرېشي ویلي په سیمه ایز کړکیچ کې به پاکستان بې طرفه پاتې کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG