لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ایران کې ګرفتار امریکایانو د راخلاصولو دپاره واشنګټن د تهران سره خبرې شروع کړي


جېک سولون
جېک سولون

د واېټ هاوس د قامي امنیت صلاح کار جېک سولېون ویلي امریکې د ایران سره د هغو لږ ترلږه پنځو امریکایانو د راخلاصولو دپاره خبرې شروع کړي چې تهران د ځان سره ساتلي.

د امریکې خبري ادارې، سي بي اېس سره په یو مرکه کې جېک سولېون ویلي‌ دا د صدر جوبایډن یو مهمه ترجیح وه چې نیول شوي امریکایان په حفاظت خپل ملک ته واپس راولي او دا چې د ایران لخوا د دغه امریکایانو د ځان سره ساتل ډیره د غم او غصې خبره ده.

نوموړي ‌ویلي ‌د ایران سره یې په دغه مسله رابطې شروع کړي دي او زیاته کړې ده چې امریکا به د ایران داسې وړاندیز نه مني چې پکې تهران نیولی شوي امریکایان په غېرقانوني توګه او بې انصافۍ وساتي.

د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف
د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف

ایران د پنځه امریکایانو په شمول غبرګ شهریت لرونکي په لسګونو کسان په قېد کې ساتلي چې پکې په زیاترو باندې د ملک خلاف د جاسوسۍ تورونه لګولی شوي.

که څه هم امریکا او ایران د نیولي شویو امریکایانو راخلاصولو په سره خبرې اترې شروع کوي خو جېک سولېون ویلي د تهران سره د کال 2015 نیوکلیايي تړون کې د امریکې بیا شاملېدو په سر خبرې اترې نه دي شروع شوي.

د امریکې صدر جوبایډن تېره جمعه وویل چې امریکا به د ایران سره د نیوکلیايي‌ تړون په سر بیا خبرې اترې شروع کوي چې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په 2018 کال کې ترې د امریکې د وتلو اعلا ن کړی و.

جوباېډن د میونخ امنیتي کانفرنس ته د انټرنېټ د لارې وېنا په وخت ویلي‌ وو دوي له په سټرېټیجېک توګه د غلط فهمو او یا غلطو کمولو لپاره د روڼوالي او یو بل سره خبرو اترو ضرورت دي خو د واېټ‌ هاوس د امنیت صلاح کار جېک سولېون ویلي ایران د نیوکلیايي‌خبر اترو بیا شروع کولو لپاره د امریکې وړاندیز ته تراوسه پورې ځواب نه دی ویلی.

نوموړي ویلي دا اوس ایران دی چې په سفارتي توګه ځان له شوی، نه چې امریکا او دا چې د خبرو شروع کولو انحصار اوس په ایران باندې دی.

خو ددې وړاندې د اتوار په ورځ ایران ویلي امریکا به ترهغه وخت پورې د ایران سره نیوکلیايي تړون په سر خبرو اترو شروع کولو قابله نه وي ترڅو چې یې د تهران خلاف اقتصادي بندیزونه لرې کړي نه وي.

واشنګټن وايي تهران له د کال 2015 نیوکلیايي تړون باندې پوره عمل شروع کول پکار دي او د یورینیم غني کولو کچه دې راکمه کړي.

د ایران او امریکې ترمنځ د نیوکلیايي‌ پروګرام په سر مذاکرات بیا شروع کولو خبرې په یو داسې وخت کې کیږي چې د ملګرو ملتونو د اېټمي پروګرام د څار ادارې مشر رفاییل ګروسي په وروستیو ورځو کې د ایراني چارواکو سره لیدلي چې د تهران نیوکليايي پروګرام د کتنې لپاره د نړیوال څارنوالانو تګ په ځاې وساتي.

د دغه خبرو اترو وروسته د اېټمي پروګرام د څارنې نړیوالې ادارې دایران سره یو لوظنامه لاس لیک کړې چې د تهران نیوکلیايي پروګرام د څارنې او تصدیق عمل جاري وساتي خو د لوظنامې ترمخه به نړیوالو څارنوالانو ته د ایران نیوکلیايي ځایونوته کمه رسايي ورکړل کیږي او په ناڅاپي توګه به څارنوالانو ته د ایران نیوکلیايي ځایونو دکتنې اجازت نه ورکولی کیږي.

د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف ویلي د رفاییل ګروسي د سفر باوجود به هم د اېټمي پروګرام د څارنې نړیوالې ادارې کېمرې بندې وي چې د ایراني پارلېمان لخوا منظور کړي قانون باندې عمل وکړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG