د ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو مشر د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د ایراني هبرانو سره د نیغ په نیغه مذاکراتو تجویز رد کړی دی او ویلي یې دي چې د "شیطان بزرگ" سره خبرې نشي کیدی.
صدر ټرمپ په وایټ هاوس کې د یوې خبري غونډې په مهال ویلي وو چې د ایراني رهبرانو سره د هېواد د اېټمي پروگرام په سر بغیر د وړاندې نه پرځای شوو شرایطو خبرو ته تیار دی.
صدر ټرمپ د ایران او د پنځو نورو نړیوالو قوتونو سره شوي اېټمي معاهده ماته کړې ده. د معاهدې په ترڅ کې په ایران لگېدلې اقتصادي پابندۍ نرمې کړی شوي وې او په بدل کې ایران د یورینیم جوړولو هلې ځلې ودرولې دي.
د ایران د اېټمې لوظنامې نه د وتلو ورسته امریکا به ایران خپلې اقتصادي پابندۍ بیا پرځای کړي. صدر ټرمپ وايي د کال ٢٠١٥ دغه معاهدې د اېټمي وسلو په تکل کې د ایران مخه نه نیوله. هغه ویلي ایران سره دې نوي معاهده وشي چې پکې دې د هېواد په مزایلو پروگرام هم بندیزونه شامل کړی شي.
د نهې، سه شنبې، په ورځ صدر ټرمپ په فلوریډا ریاست کې یوې غونډې ه وویل چې د ایران سره معاهده "ویرونکې تماشه" ده او دا چې "زمونږ سره زر خبرې" پېل کړي.
د ایراني مشرانو سره د نیغ په نیغه مذاکراتو تجویز د ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو مشر محمد علي جعفري رد کړو.
د ایران د حکومتي خبري ادارې فارس ترمخه ښاغلي جعفري په یو پرانستلي خط کې وویل ایراني مشران به د "شیطان بزرگ" سره مذاکرات نه کوي.
ایراني مشران د امریکې دپاره د "شیطان بزرگ" ټکی استعمالوي.
امریکايي مامورین په ایران په منځني ختیځ کې د ترهگرۍ د ملاتړ الزام لگوي او د امریکې پخواني صدر جارج بش به ایران، شمالي کوریا او عراق د 'ایکسس اف ایول' یا د شر د لړۍ هېوادونو په نوم یادول.