لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ یو وارې بیا ایران ته د خبرو وړاندېز وکړو


امریکې سمندري جنگي بېړه او جنگي جهازونه خلیج فارس ته لېږلي
امریکې سمندري جنگي بېړه او جنگي جهازونه خلیج فارس ته لېږلي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یو وارې بیا ایران ته د خبرو وړاندیز وکړو.

صدر ټرمپ په وایټ هاوس کې خبریالانو ته وویل چې د روس او چین ترڅنگ د ایران سره هم د معمول تعلق لرلی شي.

په داسې حال کې چې د ایران او امریکې تعلقات د تاوتریخوالي ښکار دي او امریکې په خلیج فارس کې په خپل پوځي قوت کې اضافه کړې ده، صدر ټرمپ وویل "که چېري هغوي (ایراني رهبران) خبرې کول غواړي، زه حاضر یم."

صدر ټرمپ مخکې هم ایران سره د خبرو خواهش څرگند کړی خو ایراني مامورینو تر اوسه د خبرو نه ډډه کړې ده او په صدر ټرمپ یې الزام لگولی چې حالات یې د جنگ په لوري روان کړي دي.

بلخوا د امریکې د قامي سلامتیه مشیر جان بولټن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په لندن کې خبریالانو ته وویل امریکې د ایران د طرفه د خطر مخه نیولې ده خو په منځني ختیځ کې بیا هم د ایران سره تړلې خطرات موجود دي.

جان بولټن وویل په سیمه کې حالاتو ته په بیړنۍ توگه د عکس العمل او د اضافي ځواکونو پرځای کولو په نتیجه کې د ایران د ممکنه جارحیت مخه نیول شوې ده.

تېره جمعه صدر ټرمپ خلیج فارس ته د ١٥٠٠ اضافي امریکايي ځواکونو لېږلو اعلان وکړو. د دغه اعلان نه وړاندې امریکې سمندري جنگي بېړه او جنگي جهازونه سیمې ته لېږلي وو. جان بولټن ویلي وو امریکې په سیمه کې دغه گامونه په سیمه کې د موجودو امریکايي ځواکونو د تحفظ په خاطر اخیستې.

د جان بولټن په اړه داسې گڼل کېږي چې د ایران په موضوع سخت دریځ لري د ایران خلاف د پوځي عملیاتو په حق کې دی خو ورستي مطبوعاتي رپورټونه ښايي صدر ټرمپ د جان بولټن د ځینو خبرو سره اتفاق نه لري.

د دې هفتې په شروع کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوې پوښتنې په ځواب کې صدر ټرمپ په خندا کې وویل که چېرې د خارجه تگلارې جوړولو دنده د جان بولټن په لاس کې وای نو "اوس به مونږ په څلورو جنگونو کې (ښکیل) وو."

که څه هم صدر ټرمپ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ایران سره د خبرو وړاندیز تکرار کړو خو ایراني رهبرانو تر اوسه نه دی منلی.

د ایران تر ټولو مشر روحاني رهبر ایت الله علي خامنايي ویلي د هیواد د پوځي صلاحیتونو سره په تړلو موضوعاتو به خبرې وه نکړي.

ځینې ناقدین د ایران سره د امریکې د زیات شوي تاوتریخوالي پړه د صدر ټرمپ په دې فیصله اچوي چې هېواد یې د کال ٢٠١٥ د ایران اېټمي معاهدې څخه ویستلی دی، د ایراني پوځ ځینې برخې یې ترهگر بولې دي او په ایران یې سخت اقتصادي پابندۍ بیا لگولې دي.

د ایران صدر حسن روحاني خبرداری کړی دی چې هېواد به یې د یورینیم جوړولو کار بیا پېل کړي. ایران دغه عمل د اېټمي معاهدې دلاندې تړلی و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG