ایسایس نومې طوفان سمندر نه د امریکې نارت کېرولاینا ریاست ته رسېدلی دی، سیمې ته یې درانه بارانونه، تندهې هواګانې ور وړي او د د زرګونو په شمېر کې کورونو او کاروبارونو ته یې بجلي قطع کړې ده.
نارت کېرولاینا ته د ایسایس د رسېدو نه وړاندې صدر ډانلډ ټرمپ بیړنی حالت اعلان کړی و.
ایسایس د ګل، دوشنبې، په شپه د ۱۱ بجو نه وروسته د نارت کېرولاینا ساحل ته ورسېدو او د امریکې د نېشنل هريکېن سېټر ترمخه په دغه مهال په طوفان کې هوګانو رفتار د ګنټې په حساب ۸۵ میله یا ۱۴۰ کلومېټر و.
د نارت کېرونا لاینا نه علاوه ایسایس ساوت کېرولاینا او نورو ریاستونه هم وهلي دي او په دغو سیمو کې تر د شپږو انچو پورې بارانونه ورولي دي.
د ایسایس دلاسه په سر ښا واشنګټن ډي سي، مېرې لېنډ، ورجینیا او د اټلانټک سمندر په ساحل د امریکې په یو شمېر نورو شمال ختیځو ریاستونو کې هم د درنو بارانو امکان دی.