لاس رسیدونکی لینک

 
د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن د اسرایلي او فلسطیني مشرانو سره لیدلي
تازه خبر

د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن د اسرایلي او فلسطیني مشرانو سره لیدلي


د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو سره مشترکه خبري غونډې ته وېنا کې اېنټني بلېنکن وویل په ورستۍ جګړه کې اسرایل او فلسطینیانو ته درانه نقصانونه رسېدلي دي او د "امید، احترام او اعتماد" د بحالولو دپاره مخکې نور کار پروت دی
د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو سره مشترکه خبري غونډې ته وېنا کې اېنټني بلېنکن وویل په ورستۍ جګړه کې اسرایل او فلسطینیانو ته درانه نقصانونه رسېدلي دي او د "امید، احترام او اعتماد" د بحالولو دپاره مخکې نور کار پروت دی

د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو، د فلسطيني انتظامې ادارې صدر محمود عباس او د ادارې وزیراعظم محمد اشتیه سره لیدلي او ویې وېل چې د اسرایل او فلسطینیانو په ورستۍ جګړه دواړه فریقېن د درانه زیانونو سره مخامخ شوي دي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د یروشلم د دورې په مهال بلینکن د اسرایل د خپل دفاع د حق حمایت وکړو.

د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو سره مشترکه خبري غونډې ته وېنا کې اېنټني بلېنکن وویل په ورستۍ جګړه کې اسرایل او فلسطینیانو ته درانه نقصانونه رسېدلي دي او د "امید، احترام او اعتماد" د بحالولو دپاره مخکې نور کار پروت دی. د اسرایل او د فلسطیني حماس ډلې ترمنځ اوربند د تېرې جمعې د ورځ شروع شوی دی.

د فریقېنو ترمنځ د می د لسمې نېټې نه شروع شوي جګړه کې د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه ۲۵۰ کسان وژل شوي چې اکثریت پکې د فلسطینیانو دي او د جګړې دلاسه په غزه کې په پراخه کچه تباهي شوي ده.

بلېنکن وویل په جګړه کې مرګ ژوبله یوازې شمېرې نه وي بلکې د دې په شا د لور، زوی، مور، پلار، نېکه او یا نژدې ملګری وي. هغه وویل څنګه چې د یهودیانو په مقدس کتاب التلمود کې وېل شوي د یو ژوند زیان د ټولې دنیا نقصان دی، که دغه ژوند د فلسطیني وي او که د اسرایلي.

بلېنکن وویل د غزه د بیا ودانولو دپاره به امریکا د نړیوالې ټولنې مرسته ترلاسه کوي او داسې انتظامات به په ځای کوي چې حماس غزه ته د کومک نه ګټه ترلاسه نکړي. هغه وویل په غزه او وېسټ بېنک به د فلسطینیانو دپاره اقتصادي موقعې هم برابروي. بلېنکن د فلسطیني ادارې محمودعباس او د وزیراعظم محمد اشتیه سره په رام الله کې ولیدل. توقع ده چې هغه به د مرسته په اړه اعلان وروسته وکړي.

اسرایلي وزاعظم د اسرایل د ملاتړ دپاره د امریکې شکریه ادا کړه او حماس ته د سخت ځواب خبردار وکړو. "که چېرې حماس امن ماتوي او په اسرایل حمله کوي نو زمونږ ځواب به ډیر طاقتور وي."

د خارجه وزیر په حېث د منځني ختیځ خپل لومړي سفر په مهال به اېنتني بلېنکن د مصر سفر هم کوي او د مصر صدر عبدالفتح السیسي او خارجه وزیر سامع شکري. د اسرایلیانو او فلسطینیانو ترمنځ اوربند د مصر په کوښښونو شوی دی. د مصر نه پس به بلېنکن اردن شاه عبدالله ثاني او نایب وزیراعظم ایمن الصفدي سره ویني.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG