لاس رسیدونکی لینک

 
د اسرایل لومړۍ الوتکه د سعودي عربستان په هوايي لاره عرب اماراتو ته ورسیدله
تازه خبر

د اسرایل لومړۍ الوتکه د سعودي عربستان په هوايي لاره عرب اماراتو ته ورسیدله


د امریکې او د اسرایلي لوړ رتبه چارواکو یو پلاوی د اسرایل او متحده عرب اماراتو ترمنځ د تجارتي پروازونو شروع کېدو په لومړي هوايي سفر ابوظهبي ته رسیدلي.

دا لومړی ځل دی چې یو اسرایلي جهاز د سعودي عرب فضايي حدود د پاسه تیر شو.

اسرایل او متحده عرب امارات د اګست په ۱۳ نېټه سفارتي تعلقات قایم کړل. او د خالي، شنبې، په ورځ د یو ای ايي حکومتي خبري ادارې وویل د متحده عربي اماراتو صدر د یوه فرمان له مخې هغه قانون منسوخ کړو ی چې پکې له اسرایلو سره بایکاټ شوی و. د رپورټ ترمخه دغه صدراتي فرمان وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ تجارتي او مالي تړونونه په رسمي توګه عملي شول.

د مصر او اردن نه پس عرب امارات دریم عرب هیواد دی چې اسرایل سره یې مکمل سفارتي تعلقات قایم کړل.

د ګل، دوشنبې، په ورځ ابوظهبي ته رسیدلي پرواز کې د امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ زوم او مشیر جېرډ کشنر، د امریکې د قامي سلامیته مشیر رابرټ او براین، د منځني ختیځ دپاره امریکايي استازی اېوي برکویز او ایران دپاره امریکايي استا‌‌زی براین هم شامل دي.

د اسرایل په بن ګورین هوايي اډه یو ای ايي ته تلوونکي جهاز ته د ختلو وړاندې جېرډ کشنر خبریالانو ته وویل دا یو تاریخي پرواز دی چې د منځني ختیځ او نورو سیمو ته به نور تاریخي سفرونه ترې شروع شي.

په اسرایلي پلاوي کې د ملک د قامي سلامتیه مشیر میر بن شبت او د یو شمېر وزارتونو نمایندګان شامل وو.

د اسرایلي پلاوي مشر میر بن شبت وویل نن سحر د سفر په خېر روایتي الفاظ د دوی دپاره خاص معنا لري. هغه وویل دا لومړی پرواز به د دواړو ملکونو ترمنځ د دوایانو، تجارت، ټېکنالوجۍ او سیاحت په مدونو همکارۍ دپاره چوکاټ برابر کړي.

فلسطینیانو اسرایل سره د متحده عرب اماراتو د تعلقاتو قایمېدلو غندنه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG