لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې د سود شرح سېوا شوي او یو بېنک د اقتصادي بدحالۍ امکان څرګند کړی


په امریکا کې د تېلو ترڅنګ د خوراک او د بنیادي ضرورت نورو شیانو قیمتونه زیات شوي دي
په امریکا کې د تېلو ترڅنګ د خوراک او د بنیادي ضرورت نورو شیانو قیمتونه زیات شوي دي

امریکا کې د زیاتې ګرانۍ او‌ په ښکته پرېوتونکي سټاک مارکېټ له کبله د ملک مرکزي بېنک، فېډرل ریزرو د سود شرح د یو فیصد درې برخې زیاته کړې ده چې د 1994 نه پس د سود په شرح کې تر ټولو زیاته اضافه ده.

بلخوا د امریکې جی پي مورګن چېز بېنک د زیارت (پنجشنبې) په ورځ خبرداری کړی چې د مرکزي بېنک لخوا د ګرانۍ قابو کولو لپاره د سود په شرح کې د زیاتوالي وروسته د امریکې 500 لویو کمپنو (S&P 500 ) د راتلونکي اټکل ښکاره کوي چې روان کال په ملک کې د اقتصادي بدحالۍ (Recession) امکان 85 فیصد ته زیات شوی.‌ امریکا کې د زیاتې ګرانۍ او د دې کنټرول کولو لپاره د سود په شرح کې زیاتوالي له کبله په تېرو 11 ورځو کې S&P 500 په اوسط توګه 26 فیصده پرېوتی.

جی پي مورګن بېنک وايي‌ په یورپ کې د اقتصادي بدحالۍ امکان 80 فیصد ته سېوا شوی. د برطانیې مرکزي بېنک د زیارت په ورځ د ګرانۍ کنټرول کولو لپاره په پنځم ځل پرله پسې د سود شرح زیاته کړه.‌

د امریکې مرکزي بېنک لخوا د سود په شرح کې 0.75 فیصد زیاتوالی غېرمعمولي ګڼلی کیږي چې د ملک دننه په ګرانۍ قابو راوستی شي. امریکا کې د می په میاشت کې ګراني 8.60 فیصد ته رسېدلې چې په تېرو 40 کاله کې د ګرانۍ د ټولو زیاته کچه ده.

د سود شرح زیاتېدو سره امریکا کې د بېنکونو ترمنځ د پېسو لېن دېن په سر د سود شرح د 1.5 فیصد او 1.75 فیصد پورې زیاته شوې.

د امریکې فیډرل ریزرو چېیرمېن جېروم پاول د شورو (چهارشنبې) په ورځ خبري کانفرنس ته د وېنا په وخت وویل راتلونکې میاشت به د سود په شرح کې د نیم فیصد نه تر 0.75 فیصده پورې نور زیاتوالی راولي چې په ملک کې ګراني د کنټرول لاندې راولي.

امریکا کې د پېټرولو نه واخله تر د خوراک ، جامو او د عام استعمال د نورو څیزونو په بېعو کې زیاتوالی شوی دی.

د سود شرح زیاتولو سره دا امکان کم شي چې خلک د کورونو او ګاډو په شمول د نورو خرچو پوره کولو لپاره د بېنکونو نه قرضې واخلي. امریکا کې په وروستیو ورځو کې د کورونو اخستو لپاره د 30 کاله بېنکي قرضې په سر د سود شرح 6.80 فیصد ته رسېدلې. د مارچ په میاشت کې دغه شرح 5 فیصد وه. یو کال وړاندې د کورونو لپاره د قرض اخستو شرح د3 فیصد نه هم ښکته وه.

د امریکې مرکزي بېنک وايي په ملک کې د ګرانۍ کچه به 2 فیصد ته راولي چې د ضرورت شیان اخیستل د امریکایانو په وس کې شي.

د مرکزي بېنک مشر جېروم پاول د خبری کانفرنس په وخت ووېل په یوکراېن د روس حملې او په چین کې د کرونا واېرس کنټرول کولو لپاره پورته کړل شویو ګامونو په نتیجه کې د عام استعمال په سامانونو د هغې اثراتو نړۍ کې اقتصادي پېش بینې ګرانه کړې.‌

د امریکې لخوا د سود په شرح کې زیاتوالي‌ راوستو سره د اېشیا مرکزي بېنکونه هم د سود شرح نوره زیاتولو باندې غور کوي چې د زیاتې ګرانۍ محرکاتو او د بې یقینې سره مخامخ اقتصادونو او سټاک مارکېټونو په منځ کې یو توازن راولي. نن په ټوله نړۍ کې د سټاک مارکېټونه پرېوتي.

په پاکستان کې کمرشل بېنکونو د درې میاشتو بانډونو باندې حکومت ته قرض پېسو ورکولو لپاره د سود شرح 15.25 فیصد ساتلې چې په تېرو 11 کلونو کې د سود ترټولو زیاته شرح ده.‌ پاکستان کې امکان لیدل کیږي چې راتلونکي میاشت مرکزي بېنک د سود په شرح کې د نیم فیصد نه تر یو فیصد پورې زیاتوالی راولي.

پاکستان کې د ستمبر 2021 کال راهسې د سود په شرح کې په مجموعي توګه 6.75 فیصد زیاتوالی راوستی چې دا وخت 13.75فیصد دی. پاکستان کې د ميي په میاشت کې د ګرانۍ کچه 13.8 فیصد رېکارډ کړی شوې. هم نن پاکستان کې د یو امریکايي ډالره په مقابله کې د روپۍ قدر 206 ته رسېدلی.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG