امریکا د اروپايې اتحاد او برتانیې سره په ګډه په ایران نوي بندېزونه په ځای کړي دي او د امریکې د خارجه وزارت ترجمان نیډ پرایس ویلي د نوو بندېزونو مقصد په ایران کې د بشري حقونو سرغړونو ته ځواب ورکول دي.
د امریکا لخوا بندېزونه
د امریکا خارجه وزارت ترجمان نیډ پرایس د ګل دوشنبې په ورځ د یو خبري کانفرنس په وخت ویلي د ایران د استخباراتو نایب وزیر او د پاسداران انقلاب لس اهمه کمانډران د بندېزونو په ګرفت کې راوستل شوي دي.
نیډ پرایس زیاته کړې دغه بندېزونه یې د اتحادیانو او شراکت دارو سره په مشوره په ځای کړي دي چې یوشمېر اړخونه لري او د تازه بندېزونه د پېل شوې لړی لمړی پړاو دی.
نیډ پرایس د خبري کانفرنس په وخت وویل نوي بندېزونه یې په ایران کې د حق غوښتونکو په ضد د کاروایانو او ګرفتاریانو په ځواب کې په ځای کړي دي.
پرایس ویلي په کومو ایراني چارواکو چې بندېزونه په ځای کړی شوي دوي په مظاهرچیانو ظالمانه تشدد کې ککړ دي.
د یورپي یونین بندېزونه
یورپي یونین هم د ګل دوشنبې په ورځ بندېزونه اعلان کړل چې له مخې یې د ګډو بندیزونو نه علاوه پورپ په خصوصي توګه د ایران د لوبو د وزیر حامد سجادي، د ایران د پولیسو، پاسداران انقلاب اهمو افسرانو، د سایبر سیکیورټي او د دې سره د تړلو کمپنو او اهمو چارواکو نومونه هم د بندیزونو په لسټ کې شامل کړل.
د برتانيې بندېزونه
د یورپي یونین سره د ګډ لسټ نه علاوه د برتانيې لخوا د ایران مشر سرکاري وکیل احمد فازیلین نوم هم د بندېزونو په لسټ کې شامل کړی شوې دی.
د برتانيې خارجه وزارت په یو بیان کې ویلي چې فازیلین د غېرمنصفانه عدالتي نظام او سیاسي فعالانو د مرګ سزاګانو په سر د بندېزونو په لسټ کې شامل کړی شوی دی.
د برتانيې خارجه وزیر جیمز کلیورلی هم بیان کې ویلي چې هېواد یې هغه ټول خلک په بندېزونو کې راوستي چې د عدالتونو نه واخله تر د سړکونو پورې د احتجانونو مخنیوي او په اولسي احتجاجونو باندې تشدد کې یې رول لوبولی.
د ایران غبرګون
ایران د نوو بندېزونو غندنه کړې او د هېواد د خارجه وزارت ترجمان ناصر کنعاني په یو بیان کې ویلي ایران به هم د اروپايي اتحاد او برتانيې په خلاف زر د بندېزونو لسټ جاري کړي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای، د ای پي او د روېټرز خبري ادارې د رپورټونو نه اخیستل شوي دي