کاملا هېرېس د جمعې په ورځ د یوې ګنتې او 25 منټو دپاره د امریکې د صدارت ذمه وارۍ سنبالې کړې وې او دا ډول هغه د امریکې د تاریخ لومړۍ مېرمن وه چې د دغې چوکۍ خدمات یې ترسره کړل، که څه هم دا په عارضي یا موقتي ډول وو.
د امریکې سي اېن اېن ټیلې وژن ترمخه د جمعې په ورځ د معمول طبې معاینې دپاره ډاکټرانو هغه د بې هوشه کولو نه وړاندې صدر جوبایډن د صدارت اختیارات نایب صدرې کاملا هېرېس ته منتقل کړل.
سي اېن اېن وايي کاملا هېرېس د امریکې لومړۍ مېرمن نایب صدره، لومړۍ تورپوستې او جنوبي اېشیايي ده او د جمعې په ورځ په عارضي ډول د صدارت اختیارات سنبالولو دلارې بل پړاو ته هم ورسېده او د صدرې په حېث یې په موقتي ډول د صدارت ذمه وارۍ یې ترسره کړې.
د وایټ هاوس ترجمانې جېن ساکي وویل د جمعې په سحر خوا او شا 11:35 بجې صدر بایدن خپلې ذمه وارې بیا ترلاسه کړې، د هغه صحت او حوصله ښه وو.
بایډن چې د خالي په ورځ به 79 کلن شي د جمعې په سحر د معمول طبي معاینې دپاره والټر ريډ مېډیکل سېنټر ورغلو.
د سي اېن اېن د رپورټ ترمخه دا د معمول کار دی چې د امریکې صدر د طبي معاینې دپاره بې هوشه کولی شي نو هغه د صدارت اختیارات نایب صدر ته منتقل کړي.
د رپورټ ترمخه کمالاه هېرېس ته په رسمي ډول اختیارات د منتقلولو په لړ کې صدر بایډن د کانګرس د نمایندګانو ایوان یا هاوس رېپرېزېنټیټیوز سپېکرې نېنسي پلوسي او د ایوان بالا یا سېنېټ موقتي مشر پېټرېک لېهي ته خطونه ولېږل.
د کاملا هېرېس مور د هندوستان او د هغې پلار د جمایکا، افریقې، و او دواړو په امریکا کې واده کړی و او هم په امریکا کې اباد شوي وو.