لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خلیلزاد د غوښتنې په ځواب کې طالبان وايي وسله به نه غورځوي


امریکايي استازي په طالبانو د سولې غږ په داسې وخت کړی دی چې هغه دا هفته په قطر کې د طالبانو سره د مذاکراتو شپږمه ناسته پېل کړه
امریکايي استازي په طالبانو د سولې غږ په داسې وخت کړی دی چې هغه دا هفته په قطر کې د طالبانو سره د مذاکراتو شپږمه ناسته پېل کړه

په افغانستان کې د سولې دپاره د امریکې خاص استازي زلمي خلیلزاد د ډزبندۍ د غوښتنې په ځواب کې طالبانو ویلي دوی وسلې نه غورځوي.

امریکايي استازي په طالبانو د سولې غږ په داسې وخت کړی دی چې هغه دا هفته په قطر کې د طالبانو سره د مذاکراتو شپږمه ناسته پېل کړه.

د رویټرز خبري ادارې د رپورټ ترمخه، خلیلزاد د ټوېټر دلارې وویل چې د طالبانو سره د خبرو ورستۍ ناسته پېل کولو په وخت هغه یې په دې خبره ټینگار وکړو چې "افغانان، چې د دوی (د طالبانو) وروڼه او خوېندېدی، د دې جنگ خاتمه غواړي."

خلیلزاد وویل "دا وخت دی چې وسله وغورځول شي، تشدد ودرول شی او امن ته غاړه ورکول شي."

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد هم په ټېوېټر د جمعې په ورځ خلیلزاد ته ځواب ورکړو او وې یې ویل خلیلزاد دې "زمونږ د وسلې د غورځولو خبره هېره کړي."

طالب ترجمان وویل غوره خبره به دا وي که چېرې د "تصور" پرځای امریکايي استازی د کابل حکومت دپاره د نور انساني او مالي زیان مخه ونیسي. هغه زیاته کړه چې زلمی خلیلزاد دې "ځمکني حقایق ومني."

رویټرز وايي خلیلزاد په طالبانو د سولې غږ په داسې حال کې کړی دی د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې سخته جگړه دوام لري او طالبانو په لویه کچه سیمې نیولي او یا یې د خپل اثر د لاندې راوستي دي.

امریکې دا وخت په افغانستان کې شا او خوا ١۴٠٠٠ عسکر پرځای کړې دي چې د القاعده او د طالبانو په جگړه کې د افغان امنیتي ځواکونو تربیه کوي.

د زلمي خلیزاد په مشرۍ کې امریکايي استازو د په قطر کې د طالبانو سره پنځه ناستې کړې دي او دواړو فریقنو پکې د افغانستان څخه د خارجي ځواکونو د انخلا او د ترهگرۍ د مخنیوي په موضوعاتو د پرمختگ خبره کړې ده.

طالبانو تر دا وخت د ډزبندۍ او د افغان حکومت سره نیغ په نیغه د خبرو نه ډډه کړې ده.

د جمعې په ورځ په کابل کې د صدر اشرف غني په غوښتنه شوي لوې جرگې په طالبانو د اور بند او په افغانستان کې د سیاسي دفتر د پرانېستلو غږ وشو. طالبانو د جرگې غوښتنې رد کړې.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG