امریکې، اوکراين او د نېټو سازمان په اوکراين کې د جګړې دپاره د روس د صدر ولاديمير پوټین شرطونه رد کړي دي، له دغې وړاندې د روس صدر د جنګ بندۍ دپاره شرطونه وړاندې کړي وو.
د جمعې په ورځ د روس صدر ولاديمير پوټین ويلي وو، ماسکو به يواځې په هغه صورت کې جنګ بندي وکړي او د سولې خبرې به پيل کړي چې اوکراين خپلې څلور سيمې پرېږدي او په نېټو کې د غړيتوب څخه لاس واخلي.
خو د پوټین شرطونو ته هم پرون د جمعې په ورځ (14م جون) امریکا، اوکراين او نېټو غبرګون ويلی دی.
د امریکې د دفاع وزیر لوېډ اسټين په برسلز کې د نېټود غړو هيوادونو د غونډې په پای کې ویلي، د روس صدر په غېر قانونه توګه د اوکراين خپلواکې سيمې قبضه کړي او پيوټن په داسې حال کې نه دی چې د اوکراين دپاره د سولې شرطونه وړاندې کړي.
نوموړي په پيوټن غږ کړی چې هغه کولی شي چې دغه جګړه بند کړي او د اوکراين سيمې پرېږدي.
او د اوکراين صدر ولاديمير زېلنسکي ویلي، د جنګ بندۍ دپاره د پيوټن په وړانديز باور نه شي کولی.
د جي سېون هيوادونو د غونډې په وخت د اټلي يو ټيلي ويژن سره خبرو کې زېلنسکي ويلي، که د جنګ بندۍ دپاره د پيوټن شرطونه ومنل شي هم، نو بيا هم هغه په اوکراين کې خپل پوځي اهداف پرمخ بيايي.
د اوکراین صدر ویلي، "دا د مهلت ورکولو پیغامونه دي چې د پخوانیو پیغامونو سره هیڅ فرق نه لري. دا عېن هغه څه دي چې هټلر به کول ځکه بايد په دې پيغامونو باور ونه کړل شي".
پيوټن د سولې وړانديز په داسې وخت کې کړی، چې امریکې او اوکراين د لسو کالو دپاره دوه اړخيزه امنيتي تړون لاسليک کړی دی.
د تړون ترمخه امریکا به د راتلونکې یوې لسیزې لپاره اوکراین ته پوځي مرستې برابروي، زېلنسکي دغه تړون د روس سره روانه جګړه کې د اوکراين دپاره تاريخي ګڼلی او په نېټو کې د غړيتوب ترلاسه کولو دپاره یې هم مهم بللی دی.
روس په فرورۍ 2022م کې په اوکراين يرغل کړی او ياده جګړه د هغې مودې راهسې تراوسه روانه ده.
Forum