لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې امنیتي ادارو د نیواورلنېز غوندې نورو ممکنه بریدونو باندې د نظر ساتلو خبرداری ورکړی

د امریکې د کورني امنیت ادارې او د پلټنو مرکزي ادارې ایف بي ای د ملک فیډرل، ایالتي او ځایي امنیتي ادارو ته خبرداری ورکړی چې کېدای شي د نیواورلېنز پېښه نور ممکنه ترهګر هغسې پېښې ته وهڅوي چې د نوي کال په شپه یې په موټر لږ تر لږه 14 کسان ووژل.

فیډرل چارواکو د جمعې په ورځ په یوه ګډه استخباراتي خبرپاڼه کې د هیواد 18,000 قانون پر ځای کوونکو ادارو ته خبرداری ورکړی، د داسې بریدونو "د ممکنه نقل یا انتقامي بریدونو څار دې کوي چې د نیواورلېنز او په ټوله نړۍ کې د موټرو له وروستيو وژونکو پېښو یې اثر اخیستی وي."

خبرپاڼه وایي کېدای شي دا ډول بریدونه "حملو ته تیارو او ورسره دلچسپي لرونکو بریدګرو ته په دې وجه د اثر اخیستو وړ وي چې د موټرو په ترلاسه کولو کې ورته اسانتیا وي او د برید لپاره ورته د ډېر مهارت اړتیا نه وي."

د 2025م نوي کال په شپه د امریکې د نورو ایالتونو غوندې د لوزیانا په نیواورلېنز ښار کې هم خلکو د شپې نیمایي وروسته هم خوشالۍ لمانځلې چې یو تن پرې په تېزۍ موټر ور وخېژاوه او لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

فیډرل ادارو په خبرپاڼه کې ویل شوي، د اسلامي دولت «داعش» ترهګره ډله له 2014م کال راهیسې په ترهګرو بریدونو کې د موټرو کارولو ته زیات ارزښت ورکوي او ورپسې سمدستي په وسلو بریدونه کوي چې په دې طریقه زیاتو خلکو ته مرګ ژوبله واړوي.

په ګډه خبرپاڼه کې د امریکې ټولو امنیتي ادارو ته مشوره ورکړل شوې چې د خطر نخښو ته پام وکړي، چې وایي په هغوی کې په جعلي اسنادو یا کرېډیټ کارډونو د موټرو کرایه کول هم شامل دي.

امنیتي ادارو ته ویل شوي، د داسې ممکنه بریدونو لپاره دې تر پېښو مخکې نخښې لکه په نامناسبو ځایونو کې درول شوي موټرونه یا د پیښې ځای ته نیزدې مشکوک فعالیت هم څاري.

ایف بي ای په یوه بیان کې چې د جمعې په ورځ یې له وي او اې سره هم شریک کړی ویلي دي، "امریکا د خطر له زیات شدید ماحول سره مخ ده او ولسي امنیت ته ور پېښو ممکنه خطرونو ته بیداره ده."

د ایف بي ای په بیان کې راغلي، امریکې ټولې خطرې سنجیده ګڼي او له خلکو یې غوښتي چې که هر ځای څه مشکوک عمل وویني سمدستي دې امنیتي ادارو ته خبر ورکړي:

"موږ به له خپلو شریکانو سره کار کوو چې د دوی اعتبار معلوم کړو، له یو بل سره معلومات شریک کړو او د پلټنو مناسب کارونه تر سره کړو".

د ایف بي ای دفتر د پنجشنبې- زیارت په ورځ ناوخته د نیواورلېنز په برید کې د وژل شوي مشکوک بریدګر 42 کلن شمس الدین جبار نوي عکسونه خپاره کړي چې د موټر تر خونړي برید شاوخوا یو ساعت مخکې څارونکې کېمرې اخیستي دي.

صدر جوبایډن د پلټنو د مرکزي ادارې په حواله ویلي وو، بریدګر د امریکا په پوځ کې هم دنده تر سره کړې او وایي په یوه مخکینۍ ویډیو کې یې ویلي وو چې له داعش ډلې متاثره وو.

د ایف بي ای پلټونکي به د امریکې له پوځ سره د جبار د کار کولو د وخت طبي ریکارډونه او اسناد هم وګوري. هغه په 2009م کال کې په افغانستان کې هم په امریکایي پوځ کې دنده ترسره کړې وه.

د ایف بي ای مرستیال مشر کریسټوفر رایا ویلي، دوی د سلګونو مرکو او د برید کوونکي د ټیلیفونونو، د ټولنیزو رسنیو د اکاونټونو او الیکټرانک وسایلو له بیا کتنې وروسته دې نتیجې ته رسیدلي چې جبار هیڅ ملګری نه لري.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG