د امریکې د کانګرس غړي د قانون مسوده وړاندې کونکي دي چې د صدر جوبایډن نه به غوښتنه کوي چې په اوکراین د یرغل د جرمونو په سر دې د روس خلاف قانوني ګامونه واخیستل شي.
د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د خارجه امورو په کېمټۍ کې ووټونه به د مجوره قانون سازۍ دپاره لاره خلاصه کړي په پراخه کچه په هاوس کې پې رای ورکړی شي.
د وي او ای رپورټ وايي مجوزه قانون سازي په کانګرس کې د واکمن ډېموکرېټک او د حزب اختلاف ریپبلېکن پارټۍ د هغو مشترکه کوښښونو برخه ده چې هدف يې په اوکراین د یرغل په سر د روس احتساب کول دی.
د سږ کال په لومړو ورځو کې د امریکې د سېنېټرانو یوې ډلې چې مشري يې د ډېموکرېټک پارټۍ ډېک ډربن او د ريپبلېکن پارټۍ لنډسي ګراهم کوله، په صدر بایډن غږ وکړو چې په اوکراین کې د روس د جنګي جرمونو په اړه د انټرنېشنل کرېمېنل کورټ د تحقیقاتو حمایت دې وکړي. د دې نه مخکې د جرمونو خلاف نړیوال عدالت ايي سي سي د روس صدر ولادېمېر پوټن د ګرفتارۍ وارنټ یا حکم هم جاري کړی و.
په کانګرس کې د ووټ نه مخکې اوکرايني ځواکونو د امریکې د پېټريياټ مزایلو دفاعي نظام په مرسته په کییف د روس د مزایل حمله پسپا کړه.
په دغه اړه ډېموکرېټک سېنېټر جين شاهین وي او ای ته وویل دا حوصله نښه ده چې امریکا اوکراین سره مرستې جاري وساتي. هغې زیاته کړه چې روس د یرغل خلاف اوکراین دپاره دا خبره اهمیت لري چې امریکا او اتحادیان يې ملاتړ جاري وساتي.
د امریکې د کانګرس غړي د روس خطر مخنیوي په لړ کې د اوږدې مودې په لارو چارو هم غور کوي.
د ريپبلېکن پارټۍ جېم رېش چې د سېنېټ د خارجه چارو د کمېټۍ غړی دی، د نهې، سه شنبې، په ورځ يې وویل چې وایټ هاوس ترهغه وخت پورې څه ګام نه اخلي تر څو چې ماسکو څه حرکت نه وي کړی. هغه زیاته کړه چې په اوکراین د روس یرغل څرګنده کړه چې کمزوري جارحیت ته بلنه ورکوي او دا چې د امریکې د موجوده حکومت دریځ د پخواني صدر براک اوباما د تګلارې تکرار دی.
څېړونکو د کانګرس غړو ته ویلي چې پکاره ده چې د امریکې تګلاره د اوکراین د سمدستي ضرورتونه نه پورته هم کتنه وکړي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې کېترین جېبسن د رپورټ نه اخیستل شوي دي