د امریکې د کانګرس ۱۴ غړو متحده قومونو دپاره د امريکايي سفیرې ته یو خط کې په هغه رپورټونو تشویش څرګند کړی چې د بنګله دېش حکومت په مبینه توګه د مخالفینو په ضد په داسې حال کې پرتشدد اقدامات پورته کوي چې د جنورۍ په میاشت کې په ملک کې نوي انتخابات کېدونکي دي.
امریکايي سفيرې لېنډا تامس ګرین فیلډ ته لیکل شوي خط کې د کانګرس ښځو او سړو غړو غوښتنه کړې چې په بنګله دېش کې ازاد او منصافه انتخابات یقیني کولو دپاره دې د متحده قومونو امن ساتونکي ځواکونه وګمارل شي.
د کانګرس د غړو دغې ډلې دا غوښتنه هم کړې چې د سیاسي مخالفینو، خبریالانو او د نورو کسانو خلاف دې د حکومت د مبینه پرتشدد جرمونو په شفافه او بې طرفه ډول تحقیقات وکړی شي او تر څو چې دغه تحقیقات نه وي مکمل نو د متحده قومونو د انساني حقونو کاونسل کې دې د بنګله رکنیت په سمدستي ډول معطل وساتل شي.
د امریکې د کانګرس غړو په خپل خط کې لیکلي چې په تېرو شپږو/اتوو میاشتو کې په زرګونو پرامنه احتجاج کونکو د ازادو او منصفانه انتخاباتو په حق کې مظاهرې کړي دي خو دا مظاهرې د پولیس حملو، د نورو ریاستي کردارونو او د وزیراعظم شیخ حسینه واجد د پلویانو دلاسه د تشدد او د اوښکو ګېس سره مخامخ شوي دي.
د کانګرس غړو د بنګله د اینده انتخاباتو په اړه هم تشویش څرګند کړی دی خو د شېخ حسینه حکومت ټینګار کوي چې انتخابات به ازاد او منصفانه وي.
په خپل خط کې د کانګرس غړو وویل که په بنګله دېش کې په انتخاباتو کې د درغلۍ، د تشدد او خلکو د ویرولو تاریخ ته وکتل شي نو یقین نه کوي چې د حسینه واجد حکومت به شفاف او منصفانه انتخابات وکړي.
د وي او ای د رپورټ ترمخه د هېواد د ټولو نه لوی سیاسي ګوند بنګله دېش نېشنلېسټ پارټۍ د کال ۲۰۱۴ د انتخاباتو بایکاټ کړی و او د کال ۲۰۱۸ په عامو انتخاباتو کې د شېخ حسینه واجد په عوامي لیګ پارټۍ د درغلۍ الزامات لګول شوي وو خو حسینه واجد دغه الزامات ردوي.
د تېر کال راهسې امریکې او نورو ملکونو د حسینه واجد په حکومت غږ کړی چې اینده انتخابات دې په شفاف او منصفانه ډول وکړي.
یادونه: د دې خبر معلومات وي او ای خبریال شېخ عزیزالرحمان د رپورټ نه اخیستل شوي دي
Forum