د امريکې د کانګرس په هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا اېوان نمایندګان کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د حکومت د قرض حد زیاتولو په اړه په مجوزه قانون ووټونه کېدونکي دي.
په کانګرس کې د حکومت د قرض په اړه قانون سازي په داسې حال کې کېدونکي ده چې حکومت سره د خپلو اخراجاتو د ادایګۍ دپاره د یوې هفتې نه کم وخت پاتې دي.
صدر جوبایډن او د هاوس سپيکر کېوېن مېکارتي کوښښونه کوي چې د مجوزه قانون سازۍ دپاره حمایت ترلاسه کړی شي.
په مجوزه قانون مفاهمت کې د ريپبلېکنز د غوښتنو سره سم د حکومت په اخراجاتو کې د کمي تجویز شامل کړی شوی دی.
په هاوس کې د حکومت مخالفې ريپبلېکن پارټۍ او د کانګرس په اېوان بالا یا سېنېټ کې د واکمن ډېموکرېټېک پارټۍ اکثریت دی.
په دواړو پارټیو کې داسې عناصر شته چې په مجوزه قانون خوښ نه دي نو ځکه دا خبره یقيني نه ده چې د قانون مسوده به د منظورېدو دپاره مطلوبه ووټونه ترلاسه کړی شي.
د هاوس د قانوني چارو کمېټۍ د نهې، سه شنبې، په ورځ د اوو په مقابله کې د شپږو ووټونو په اکثریت منظوري ورکړه چې د قرض د حد په اړه دې په هاوس کې ووټونه وکړی شي. د کمېټۍ د ريپبلېکن پارټۍ دوو غړو په مجوزه قانون د ووټونو مخالفت وکړو.
د امریکې د خزانې وزيرې جېنېټ یلن تېره هفته خبرداری وکړو چې که چېرې کانګرس د جون د میاشت د پېنځمې نېټې پورې د حکومت د قرض اخیستلو حد زیات نه کړو نو د خپلو مالي ذمه واریو پوره کولو جوګه به پاتې نه شي.
کانګرس ته وړاندې کړی شوي د قانون په مسوده کې د حکومت د قرض موجوده حد د کال ۲۰۲۵ پورې د ځنډولو، په ۲۰۲۴ کې د حکومت د اخراجاتو سطحه په خپل ځای ساتل او په ۲۰۲۵ کې په کې د یو فیصد اضافې شقونه شامل دي.
په مجوزه قانون کې دا هم شامل دي چې د حکومت د ټېکس جمع کولو اداره کې د نویو ګمارل شویو اېجنټانو شمېره به کمولی شي، ریاستونه به هغه ۳۰ بېلین ډالر وفاقي حکومت ته بېرته ورکوي چې د کرونا وبا په مهال ورکړی شوي وې خو دغه پېسې خرچ کړی شوي نه دي، د هغو کسانو د عمر حد د ۵۰ نه تر د ۵۴ پورې زیاتول چې د وفاقي حکومت نه امداد اخیستلو دپاره به کار کولو ته ضرورت لري.
د ډېموکرېټېک پارټۍ ځینو قانون سازانو د مجوزه قانون مخالفت کړی دی، وايي په دې کې سماجي خېرښېګړې دپاره په پېسو کې ډېر کمی شوی دی خو زاړه پاله ريپبلېکنز وايي دغه کمی هم لږ دی.
یادونه: د دې وي او ای په دې رپورټ کې ځينې معلومات د ای پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي