لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مغربي ملکونو اتحاد په افریقا کې داعش ته د ماتې ورکولو ژمنه کړې


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتوني بلینکن د اټلي د بهرنیو چارو د وزیر تر څنګ خبریالانو ته وویل په افریقا کې د داعش د پرمخ تللو د مخنیوي لپاره د کاري ډلې د ږغ ملاتړ کوي، نوموړي د اټلي لخوا په افریقا کې د داعش ضد اقداماتو د پیل ټینګ ملاتړ وکړ
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتوني بلینکن د اټلي د بهرنیو چارو د وزیر تر څنګ خبریالانو ته وویل په افریقا کې د داعش د پرمخ تللو د مخنیوي لپاره د کاري ډلې د ږغ ملاتړ کوي، نوموړي د اټلي لخوا په افریقا کې د داعش ضد اقداماتو د پیل ټینګ ملاتړ وکړ

د امریکا په مشرۍ کې د داعش په ضد د غربي ملکونو ایتلاف د دوشنبې یا ګل په ورځ ژمنه کړې چې په افریقا کې د داعش ډلې ورستی پرمختګ به بې ځوابه نه پاته کیږي.

د ایتلاف د کاري ډلې د هغه پلان ملاتړ کړی چې د یادې ترهګرې ډلې له شام او عراق څخه افریقې ته د غځېدو په مخنیوي به توجه کوي.

نړیوال ایتلاف د ترهګرې ډلې لخوا په عراق او شام کې د خپل سره خلافت د اعلانولو تر 7مې کلیزي یوه ورځ مخکې دا اعلان وکړ.

د امریکا او نورو ایتلافیانو لخوا د پرله پسې فشار سربېره د ترهګرۍ ضد غربي چارواکو خبرداری کړی چې داعش نه یوازې د ژوندي پاته کېدو لارې موندلي دي بلکې په نور پراخېدو او پروپاګند یې هم توجه ورکړې ده.

د اټلي د بهرنیو چارو وزیر لوګي ډي مایو و خبریالانو ته وویل دوی په افریقا کې د داعش ډلې د پراخوالې او خورېدو په اړه وېره لري.

هغه وویل په نیجر او مالي غوندې هېوادونو کې خلک د مرستې لپاره غږ پورته کوي. د نوموړې په وینا هلته ډېر کلي داعش وسلوالې ډلې نیولي دي او دا خطر نور هم زیاتیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتوني بلینکن د اټلي د بهرنیو چارو د وزیر تر څنګ خبریالانو ته وویل په افریقا کې د داعش د پرمخ تللو د مخنیوي لپاره د کاري ډلې د ږغ ملاتړ کوي، نوموړي د اټلي لخوا په افریقا کې د داعش ضد اقداماتو د پیل ټینګ ملاتړ وکړ.

د ایتلاف د 83 هېوادونو د وزیرانو له غونډې ورسته یوه اعلامیه کې ویل شوي چې ایتلاف کې د افریقا درې نوې هېوادونه هم شامل شوې چې پکې جمهوریه کانګو، مرکزي افریقا جمهوریه او موریطانیا شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG