لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي پوځ په شام کې داعش د یو مشر د وژلو امکان څرګند کړی


په شام کې داعش خلاف دا د امریکايي ځواکونو ورستي عملیات وو. د دې نه مخکې سېنټ کام ویلي وو چې د اپرېل په ۱۳ نېټه امریکايي ځواکونو په مشرقي شام کې د داعش یو فعال ونیولو او د ډلې یو اهم مشر يې په هوايي بمبارۍ کې ووژلو
په شام کې داعش خلاف دا د امریکايي ځواکونو ورستي عملیات وو. د دې نه مخکې سېنټ کام ویلي وو چې د اپرېل په ۱۳ نېټه امریکايي ځواکونو په مشرقي شام کې د داعش یو فعال ونیولو او د ډلې یو اهم مشر يې په هوايي بمبارۍ کې ووژلو

د امریکې پوځ د شام په شمال کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د هېلې کاپټر دلارې حمله کې داعش د یو مشر او د دوو نورو کسانو د وژل کېدو امکان څرګند کړی دی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، سېنټ کام یا منځني ځتیځ دپاره د امریکايي پوځ څانګې، په خپل بیان کې داعش د مبینه وژل شوي مشر شناخت او نه يې په کره ډول د حملې مقام څرګند کړی.

د سېنټ کام بیان وویل په حمله کې دوه نور کسان هم وژل شوي خو د هغوی شناخت يې هم نه دی څرګند کړی.

سېڼت کام وویل په عملیاتو کې امریکايي عسکرو او نه هم ملکي کسانو ته څه نقصان رسېدلی دی.

په شام کې داعش خلاف دا د امریکايي ځواکونو ورستي عملیات وو.

د دې نه مخکې سېنټ کام ویلي وو چې د اپرېل په ۱۳ نېټه امریکايي ځواکونو په مشرقي شام کې د داعش یو فعال ونیولو او د ډلې یو اهم مشر يې په هوايي بمبارۍ کې ووژلو.

سېنټ کام د شورو، چهارشنبې، په ورځ داعش د نیول شوي غړي پېژندګلو د حذیفه الیمني په نوم تن وکړه چې په مبینه توګه د ډلې حملو سهولتکار دی.

د اپرېل په څلورمه نېټه سېنټ کام په یو بیان کې وویل چې د داعش یو شمر خالد ایاد احمد الجباري په ډرون حمله کې وژل شوی دی. سېنټ کام وویل خالد په یورپ کې د داعش د حملو د منصوبه سازۍ ذمه وار و او د ډلې د رهبرۍ جوړښت يې برابر کړی وی.

یادونه: د وي او ای د دې رپورټ ځينې معلومات د روېټرز خبري ادارې نه هم اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG