لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا کې د ډاکټر مارټن لوتر کنگ ورځ نمانځلی کیږي


په کال ١٩٦۴ کې ډاکټر کنگ ته د امن نوبیل انعام ورکړی شو. هم په دغه کال کې امریکې د هغه وخت صدر لنډن جانسن هیواد کې د نسلي تعصب د خاتمي دپاره قانون لاس لیک کړو
په کال ١٩٦۴ کې ډاکټر کنگ ته د امن نوبیل انعام ورکړی شو. هم په دغه کال کې امریکې د هغه وخت صدر لنډن جانسن هیواد کې د نسلي تعصب د خاتمي دپاره قانون لاس لیک کړو

نسلي تعقصب د ختمولو او د مساوي شهري حقونو دپاره مبارزه کونکي ډاکټر لوتر کنگ جونیئر په یاد کې نن د گل، دوشنبې، په ورځ امریکا کې خاص ورځ نمانځلی کیږي، په قامي کچه د رخصتۍ ورځ ده، سکولونه او دفترونه تړل شوي دي او د ډاکټر کنگ خدماتو ته پیرزونو وړاندې کولو دپاره د خصوصي دستورو انتظام شوی دی.

ډاکټر مارټن لوتر کنگ په کال ١٩٥٥ کې هغه وخت شهرت ترلاسه کړو چې د امریکې د ایلاباما ریاست په منټگمري ښار کې د ښار په بسونو کې د تور پوستکو افریقائي امریکنیانو او سپین پوستکو دپاره د جدا جدا سټینونو خلاف يي احتجاج کامیاب شو او په بسونو کې د نسلې تفریق دغه نظام لمینځه یوړل شو.

ډاکټر مارټن لوتر کنگ د ١٩٥٠ او د ١٩٦٠ په لسیزو د سول رائټس مومنټ یا د شهري حقونو مرکزي رهنما وو.

په کال ١٩٦٣ کې په سرښار واشنگټن کې د لاریون په موقع د اي هیو ای ډریم، ځما یو خوب په نوم تقریر هغه ته افاقي شهرت ورکړو. په دغه تقریر کې هغه وايي چې د هغه دا خوب دی چې یوه ورځ به په امریکا کې د پخواني غلامانو او پخواني د غلامانو د مالکانو بچي په یوځائې ژوند کوي او شناخت به يي د رنگ او د نسل په بنیاد نا بلکه د کردار په بنیاد کیږي.

په کال ١٩٦۴ کې ډاکټر کنگ ته د امن نوبیل انعام ورکړی شو. هم په دغه کال کې امریکې د هغه وخت صدر لنډن جانسن هیواد کې د نسلي تعصب د خاتمي دپاره قانون لاس لیک کړو.

مارټن لوتر کنگ د اپریل په څلورمه نیټه د ټینسي ریاست په میمفیس ښار کې وژل شو. هغه دغه ښار ته د صفائي کارکونکو تورپوستکو امریکایانو د مرستې دپاره تللی وو. د صفائي کارکونکو مساوي تنخا دپاره په احتجاج لاس پورې کړی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG