لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدربایډن امریکايي ځواکونو ته پېرزونې وړاندې کړي


صدر بایډن او د هغه مېرمن جېل بایډن په واشنګټن کې د وېت نام د جنګ په یادګار کې

په امریکا کې د پخواني پوځیانو په یاد کې مېموریل ډی یا د یادونې ورځ نمانځل کېږي.

نن په امریکا کې عمومي رخصتي ده او د امریکا صدر جوبایډن د هېواد د کمانډر انچیف یا د عسکرو د مشر په حېث په جنګونو کې قربانیانۍ ورکوونکو عسکرو ته پېرزونې وړاندې کړي دي.

صدر جو بایډن د اتوار په ورځ په دې اړه د ډېلاویر ریاست په نیو کېسل ښار کې د پوځیانو په یاد کې یوې دستورې ته خپله وېنا کې وویل چې"مونږه له به هغه قربانیانې یادول وي کومې چې زمونږه د ازادی لپاره ورکړی شوي دي. په مونږه باندې د هغه قربانیانو قرض واجب دی کوم چې مونږه ددوي د خپلو خپلوانو د یادولو په شکل کې ادا کولی شو."

صدر بایډن په دې مهال وویل زړه یې د قرباني شویو پوځیانو د خپلو خپلوانو سره په یو ځای دردېږي.

صدر جوبایډن خپل زوي بوبایډن ته هم په دې وخت د عقیدت پېرزونې وړاندې کړلی چا چې په ډېلاویر نېشنل ګارډ کې د مېجر په حېث خپل خدمات ترسره کړي وو او د کېنسر د ناروغۍ له وجې یې خپل ژوند بایللې وو.

بوبایډن د مرګ نه وړاندې د امریکايي پوځیانو سره په عراق جنګ کې خدمات ترسره کړي وو.

د امریکا صدر دستورې ته خپله وېنا کې وویل چې په دې پوهیږي د سر د قربانۍ په نتیجه کې په زړه څه تېرېږي، په زړه زخم لګي د کومې درد چې چرې هم نشي کمېدلی.

صدر بایډن وویل که زوی بوبایډن یې ژوندی وی نو اوس به دلته ورسره و او د هېواد لپاره قربانیانو ته به یې د مړانې پېرزونې وړاندې کولې.

صدر وویل لوظ کوي چې هغه ورځ به لرې نه وي چې د قربان شویو پوځیانو ځامن یا لوڼه او ښځې یا خاوندان به د قرباني شوو د نوم په یادولو ژاړي نه بلکې په شونډو به یې ښکلي مسکا وي او دده هیله ده چې دغه ورځ به ډېره زر راشي.

صدر بایډن زیاته کړه چې د خفګان ترڅنګ ببا هم د قرباني شوو خپل خپلوان په دوي ویاړ کوي او هغه خپلو خپلوانو ته خوشاله او لاس په دعا دي چې په پوځ کې خپلې دندې ترسره کوي.

صدر بایډن وویل چې پوخ یقین د امریکایانو په ګوټۍ کې موجود دی، د وطن مینه مو په خټه کې اغږل شوې ده او خپل دا روایت به راتلونکي نسل ته هم انتقالوو، باید د قربانیانو ذکر هېر نه کړو متحد پاتې شو او د باور په روایت کلک پاتې شو.

د ستورې ته صدر بایډن وویل دی هیله مند دی چې مونږه متحد یو او اوس ډېموکرېټس یا ریپبلکنز نه یو بلکې ټول یو امریکایان یو او هغه امریکایان چې د سرنو قربانۍ یې ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG