لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رپورټ: د کرونا وایرس ضد وېکسین د ازموینو ښې نتېجې مخې ته راغلي


د کرونا وایرس ضد دغه ممکنه وېکسین د امریکې موډرنه نومې کمپنۍ د امریکې د حکومت ادارې نېشنل انسټېټیوټ اف اېلرجي اېڼد انفېکشس ډزیز سره په اشتراک تیاروي

امریکايي څیړونکي وايي د کرونا وایرس خلاف یو وېکسین په لومړنیو ازموینو کې حوصله افزا نتېجې ښودلې دي.

د کرونا وایرس ضد دغه ممکنه وېکسین د امریکې موډرنه نومې کمپنۍ د امریکې د حکومت ادارې نېشنل انسټېټیوټ اف اېلرجي اېڼد انفېکشس ډزیز سره په اشتراک تیاروي.

د نیو انګلېنډ جرنل اف مېډېسن نومې مجلې د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپل رپورټ کې وویل په نوي وېکسین کارکوونکو څیړونکو دغه وېکسین دوه دوه وارې ۴۵ رضاکارانو ته ورکړو چې عمرونه یې د ۱۸ نه تر ۵۵ کلونو پورې وو.

څیړونکي وايي د سر درد، یخ، ستړیا، په پټ کې او د ستن (انجېکشن) په ځای کې د درد نه علاوه په یو رضاکار کې هم کوم سنګین اثرات و نه لیدل شوو. د کرونا ضد دغه وېکسین په لومړي ځل په انسانانو ازموینې کیږي او په ازموینو کې برخه اخېستونکو ته د مجوزه وېکسین لږ، منځنی او زیات مقدار ورکول کېږي چې دا ډول معلومه کړی شي چې په انساني بدن ددې څه اثرات وي او تر څومره حده پورې په انسان کې د کرونا وایرس خلاف مدافعت پیدا کوي؟

د ټېنسي د وانډر بېلټ مېډیلک سېنټر ډاکټر وېلیم شېفنر د وېکسین د ازموینو په اړه وايي دا لومړی خو دلچسپ ګام دی.

د کرونا وایرس خلاف ممکنه وېکسین تیارونکي کمپنۍ موډرنه د وېکسین د ازموینې په لړ کې دویم پړاو ته رسېدلې ده او په زیاته شمېره کې په رضاکارانو شوي ټېسټونو کې ګوري چې دا وېکسین څومره موثره دی؟

د جولای په ۲۷ به موډرنه د وېکسین د ازموینو په دریمه پړاو کې ۳۰۰۰۰ رضاکارانو ته دغه وېکسین ورکوي چې تر اوسه پورې به د وېکسین تر ټولو لویه مطالعه یا ازموینه وي.

جانسن اېنډ جانسن نومې بله کمپني به د جولای په اخېره کې په انسانانو د ممکنه وېکسین ورستۍ ازموینې کوي.

يه عین حال کې په فرانس کې ډاکټرانو ته معلومه شوي ده چې د کرونا وایرس د حامله مور نه د هغې په نس کې ماشوم ته هم منتقل کېدی شي، چې د خپل نوعیت لومړۍ پېښه ده.

XS
SM
MD
LG