لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د میونخ په نړیواله غونډه کې به د افغانستان، کرونا واېرس او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کېږي


د میونخ درې ورځنۍ غونډه به د جمعې په ورځ شروع کېږي
د میونخ درې ورځنۍ غونډه به د جمعې په ورځ شروع کېږي

د امریکې دفاع وزیرمارک ایسپر او خارجه وزیر ماییک پامپېیو به د جرمني په میونخ ښار کې د سلګونو نړیوال مشرانو سره د افغانستان، شام، عراق او یمن په امنیتي حالاتو، د ایران لخوا راپېښو خطرو، د کورونا وایرس مخنیوي لپاره نړیوال کوششونو او د موسمي بدلون بېړني حالت په سر خبرې اترې کوي.

د میونخ درې ورځنۍ غونډه به د جمعې په ورځ شروع کېږي.

د برطانیې د څېړنې اداره رایل یونایټډډ سروسز انسټيټیوټ څېړنکاره اېلزبت برا وايي د امریکې لخوا دغه غونډې ته دومره لوي وفد لیږل ښکاره کوي چې واشنګټن هغه تورونه ردول غواړي چې دوی د نړۍ په معاملاتو کې ځان یو اړخ ته کوي.

وایس آف امریکا سره په یو مرکه کې اېلزبت وویل امریکا په ۲۵ کاله کې په اول ځل په یورپ کې خپل ترټولو لوي پوځي مشقونه شروع کوي.

دمیونخ کانفرنس ته ایران خپل خارجه وزیرمحمد جواد ظریف لېږلی دی. جواد ظریف او د نړۍ یو شمېر مشرانو او حکومتي وزیرانو ته په کانفرنس کې د وینا کولو لپاره به ۱۵ منټه وخت ورکړل کیږي. د کانفرنس په موقع عموما د نړۍ د مشرانو ترمنځ یو شمېر دوه اړه خیزه غونډې کیږي.

امریکې سږ کال د ډرون په یو حمله کې د ایران لوي پوځي جرنیل محمد قاسم سلېماني وژلی وو. ددغه حملې په ځواب کې ایران په عراق کې د امریکې په پوځي مرکزونو باندې د میزایل حملې کړې وې چې د هغې په نتیجه کې ایران د خپل ملک دننه په غلطۍ سره د یوکراین د مسافرو یو جهاز ویشتی وو.

په دغه جهاز کې سواره ټول ۱۷۶ مسافر او د جهاز عمله وژل شوې وه. د کانفرنس کوربه د جرمني پخوانی سفیر وو لفګینګ ایشنګر طمع لري د میونخ غونډه به د ایران نیوکلیاي تړون په سر خبرو اترو لپاره یو موقع برابر کړي. امریکې د ایران سره شوي د کال ۲۰۱۵ نیوکلیاي تړون نه ځان وباسلی خو یورپي ملکونه د تړون خبرو اترو په سر کې ولاړ وو.

نیټو په عراق کې د داعش تندلارو خلاف جنګ کوونکو عراقي ځواکونو لپاره د تربیت مشن په خپلو لاسو کې اخستو په سر هم خبرې اترې کوي. د امریکې دفاع وزیر مارک ایسپر یورپ ته د سفر په وخت خبریالانو سره په خبرو کې د نیټو ددغه تجویز هرکلی کړی.

د میونخ په کانفرنس کې به افغانستان کې د طالبانو سره د صلحې په روانو مذاکراتو هم بحث کیږي. طمع لرل کیږي چې په افغانستان کې د صلحې خبرو اترو کې پرمختګ شوی او میډیاي رپورټونه وايي چې امریکا او طالبان د صلحې یو تړون ته نزدې شوي دي.

اخوا شام کې روان جنګ دمنځني ختیز حالات بې ثباته کړي او ترکي روانه هفته د خپلو وژل شوو پوځیانو بدل اخستو خبرداری ورکړی.

په لیبیا کې زیاتېدونکی جنګ هم د یورپي مشرانو د ایجنډې په سر دی. په دغه جنګ ځپلي ملک کې د پراکسي جنګ یرې زیاتې شوي چرته چې نړیوال طاقتونه د مخالف ډلو مرسته کوي.

د چین خارجه وزیروینګ یي په یو داسې وخت کانفرنس کې ګډون کوي چې ملک یې د کورونا خونړۍ وایرس او په هانګ کانګ کې د جمهوریت پلوه احتجاجونو سره مخ دی. د صحت نړیوالې ادارې مشر ټیډراس ادانُم به د کورونا وایرس خوریدو مخنیوي لپاره د نړیوال کوششونو په حقله حال وړاندې کوي. د صحت نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی چې د کورونا وایرس نه پېدا شوې خطره د ترهګرۍ د خطرې نه زیاتېدی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG