لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د يوولسم ستمبر بريدونه ، دامريکا او اسلامي نړۍ اړيکې


د يوولسم ستمبر بريدونه ، دامريکا او اسلامي نړۍ اړيکې
د يوولسم ستمبر بريدونه ، دامريکا او اسلامي نړۍ اړيکې

د ټولې نړۍ اکثرو مسلمانانو په يوولسم ستمبر، کال 2001ء کې په امريکا دترسره شوؤ ترهگريزو بريدونو غندنه کړې، خو زياتره مسلمانان فکر کوي چې امريکا ددغو بريدونو په ځواب کې کومه کارروائي وکړه هغه ددغو بريدونو څخه هم بدتره وه.
په يونيورسټي اف ميري لينډ کې دانټر نيشنل پاليسي ايټيټيوټس پروگرام ډائريکټر اسټيون کُل په هاغو هيوادونو کې چې مسلمانان پکې اکثريت لري دعامې رايې يا(Public opinion) په گڼو جائزو کار کړى، هغه وائي دنائن اليون څخه وړاندې مسلمان هيوادونو کې دامريکا په اړه منفي سوچونه موجود وؤ، ددې يوه وجه داسرائيل لپاره دامريکې ملاتړ ؤ، خو دغه منفي تاثر مضبوط نۀ ؤ، له دې وروستو دافغانستان او عراق جنگونو، ليبيا کې دنيټو پوځي کارروايۍ او او دداسې خپلسرو حکومتونو لپاره دامريکا دملاتړ تاثر، څخه چې درايې داختلاف چقولو لپاره دالقاعده دخطرې اسره اخلي دامريکا مخالفو سوچونو غوڅ شکل خپل کړو.
کُل وائي کۀ هر څو زياتره مسلمانان دامريکا دجمهوري قدرونو ستائيونکي دي ، نن سبا په هاغو هيوادونو کې دمسلمانانو اکثريت لري دامريکا تاثر ښۀ نۀ دى، دامريکا په اړه سوچ دا دى چې دا داسې هيواد دى چې پخپلو قدرونو کاربند نۀ پاتې کيږي او دچا رويه چې داسلام په اړه غير دوستانه ده، چې دبين المللي قانون دخيال کولو څخه پرته دپوځي طاقت کارولو لپاره تيار وي، او څوک چې دجمهوريت په وده کې دلچسپي نۀ لري.
اعصام الاريان په مصر کې دقدامت پسند تحريک اخوان المسلمين يو مشر دى، دا هاغه ډله چې دحُسني مبارک حکومت په مخالفت کولو پرې پابندي لگيدلې وه، هغه وائي دمسلمانانو ترهه گرو په لاسونو چې څومره خلک وژل کيږي، ددې په مقابله کې امريکائي پوځي کارروائيو کې دوژل کيدونکو شمير سيوا دى او په مسلمان هيوادونو کې دثبات راوستو او په هغوي دجمهوريت تپلو لپاره دطاقت استعمال ناکام ثابت شوى، جي هو ، هغوي په افغانستان کې ناکامه پاتې شوي، هغويدهيواد بيارغونه ونۀ کړل شوه، هغوي په عراق کې دماتې سره مخ شول، هغوي دغلته دجمهوريت دنمونې په جوړولو کې ناکام پاتې دي.
دعامې رايې دجائزو څخه څرگنديږي چې ددغو رويو بدلولو لپاره چې تر دې مهاله دمسلمانې نړۍ سره دتماسونو جوړولو کومې هڅې هم صدر اوباما کړي ، دهغې هيڅ اثر نۀ دى شوى.
خو يواځې دانډونيشياء معامله مختلفه ده، دغلته دامريکا تاثر مثبت دى، کيدى شي ددې وجه دا وي چې صدر اوباما دوړوکوالي څه وخت دغلته تير کړى، دغلته کافي مهمه جمهوري پرمختيا شوې اؤ دغلته دترهه گريزو بريدونو له امله زيان هم شوى، خو په انډونيشياء کې هم داسې اقليت موجود دى چې په زيات زور او شور سره دامريکا دپوځي پاليسۍ او اسرائيل سره دامريکائي اړيکو مخالفت کوي.
تير کال دامن په غړو په سمندري بيړه داسرائيل په خونړي بريد جکارته کې احتجاج شوى ؤ، ديونيورسټۍ طالب علم ساهد سندانا وائي داسرائيل دکارروايۍ لپاره دې صدر اوباما هم ذمه وار وگرځولى شي.
زياتره مسلمانان په دې خبره غصه دي چې امريکا داسلامي عقيدو په اړه حساسه نۀ ده، کله چې په مئ کې امريکا اسامه بن لادن ووژلو نو علماؤ پرې نيوکه وکړه ، دترهه گر مشر په وژنه نۀ ، بلکې ځکه چې دهغه مړى سمندر ته وغورځول شو ، چې دمسلمانانو دعقيدو مطابق ، داسلام دتعليماتو خلاف دي.
په تيونس کې، دچرته نه چې عرب نړۍ کې دجمهوريت تحريک شروع شوى، دزياترو خلکو خيال دى چې امريکا دجمهوريت پلوه ډلو مدد ونۀ کړو، خو دتيونس په کوڅو کې دځينو خلکو خيال دى چې اوس دامريکا په پاليسۍ کې ښۀ بدلون راځي، لکه دا چې يو لاروي وويل چې امريکا دتيونس په معامله کې دلچسپي اخستل شروع کړي.
کلُ وائي په داسې حال کې چې عراق او افغانستان څخه امريکا خپل پوځونه ويستل شروع کړي او کۀ چرې داسرائيليانو او فلسطينيانو ترمينځ دامن په لړ کې کوم پرمختگ کيږي نو امکان دا دى چې دامريکې په اړه به دمسلمانانو تاثر ښه شي. هغه وائي چې کۀ چرې امريکا نړۍ کې دجمهوريت دپرمختيا حمايت کول غواړي نو ورته داخوان المسلمين او نورو اسلامي ډلو سره هم کار کول دي، په مسلمانانو کې کوم تحريک هم راپورته کيږي ، دا به ددغه ډلې برخه وي او امريکې ته به دهغوي سره زياته دوستانه رويه خپلول وي، او دهغوي دهيوادونو په لوري به ورته دشک رويه ختمول وي.
خارجه وزير هيلري کلنټن وائي واشنگټن په دې لوري قدم ايښودو او دمصر اخوان المسلمين سره تماس لپاره تيار دى خو الاريان وائي تر دې مهاله کوم تماس نۀ دى شوى.
دنائن اليون دپيښې لس کاله وشو او دامريکا په اړه دمسلمانان سوچونه اوس هم دبدلون دعمل څخه تيريږي.

Recommended

XS
SM
MD
LG