لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناسا وايي د دنیا د کرونا ځپلوسیمو دپاسه فضا صفا شوي 


د کرونا وایرس لاک ډاون په مهال د واشنګټن یو خوشی سړک. ساینس پوهانو وموندل چې د سر ښار واشنګټن نه واخلي په شمال کې تر د باسټن ښار پورې په فضا کې د نایټروجن اکسایډ سطح د کال ۲۰۰۵ د مارچ د میاشت نه واخلې تر د موجوده وخت پورې ترتولو لاندې کچې ته تللې ده.
د کرونا وایرس لاک ډاون په مهال د واشنګټن یو خوشی سړک. ساینس پوهانو وموندل چې د سر ښار واشنګټن نه واخلي په شمال کې تر د باسټن ښار پورې په فضا کې د نایټروجن اکسایډ سطح د کال ۲۰۰۵ د مارچ د میاشت نه واخلې تر د موجوده وخت پورې ترتولو لاندې کچې ته تللې ده.

د امریکې د خلايي تحقیق ادارې نېشنل ایروناټکس اېنډ سپېس اېډمنسټیرېشن، ناسا، ویلي د ملک د مشرقي ساحلي سیمو دپاسه په فضايي ککرتیا کې تر ۳۰ فيصد پورې کموالی شوی دی.

ناسا ویلي د خلايي سیارې نه ترلاسه شوي معلومات ښايي تېرکال د دې وخت په مقابل کې دا مهال د امریکې د ختیځ ساحل په سیمو کې په فضا کې خیچن والی تر ۳۰ فیصد پورې کم شوی دی.

په فضايي خیچن والي کې د کمي دغه خبره د امریکې سرښار واشنګټن سره نژدې په ګرین بېلټ کې د ناسا ګوډارټ نومې خلايي تحقیقي مرکز ناسا ساینس پوهانو یوې دلې د هغه معلوماتو په بنیاد کړې ده چې د اورا نومې خلايي سیارې نه یې سږ کال د مارچ په میاشت کې ترلاسه کړي دي.

په اورا سیاره کې د اوزون د جاج اخیستنې الات لګېدلي دي چې د دنیا د پاسه د اوزون د کچې څارنه کوي.

د سانیس پوهانو د ډلې وویل د اوزون د څارنې د الاتو څخه ترلاسه شوي معلومات ښايي چې په فضا کې د نایټروجن اکسایډ ګېس سطح لاندې تللې ده. په فضا کې د ککړتیا جاج د دغه ګېس نه اخیستل کېږي چې د انسان د فعالیت په نتیجه کې پېدا کېږي.

ساینس پوهانو وموندل چې د سر ښار واشنګټن نه واخلي په شمال کې تر د باسټن ښار پورې په فضا کې د نایټروجن اکسایډ سطح د کال ۲۰۰۵ د مارچ د میاشت نه واخلې تر د موجوده وخت پورې ترتولو لاندې کچې ته تللې ده. ناسا په کال ۲۰۰۵ کې اوزون د څارنې کار شروع کړی دی.

ناسا وايي لکه د چین او اټلي په ډول په ورستیو ورځو کې د دنیا د کرونا وایرس ځپلو سیمو دپاسه هم په فضايي ککړتیا کې کمی لیدل کیږي چرته چې د وایرس د مخنیوي په لړ کې لاک ډاون یا د خلکو په عادي حرکت بندیزونه پرځای کړی شوي دي.

ساینس پوهانو وویل کال په کال په موسمونو کې بدلون په فضا کې د نایټروجن اکسایډ او د نورو مادو په اوسط موجودګۍ کې تبدیلي کولی شي خو دا یې وه نه وېل چې ایا دوی چې د موجوده معلوماتو په بنیاد په فضايي ککړتیا کې کوم کمی لیدلی دا په دنیا د کرونا وایرس خپرېدو سره تړلی دی؟

ناسا وویل د فضا په ککړوالي کې د کمي اسباب معلوولو دپاره به نوره څیړنه کوي.

په انټرنیټ د اوزون په اړه د ناسا معلومات ښايي چې اوزون د اکسیجن ګېس مرکب دی چې ز ځمکې دپاسه لکه د پردې په فضا کې موجود دی او د اوزون سطح ځمکه د لمر ته خطراناکو شعاګانو نه محفوظ ساتي.

په ځمکه د انساني هلو ځلو په نیتجه کې پېدا کېدونکي ګېسونه د اوزون سطحه کمزوري کوي چې له امله یې ساینس پوهان وايي به دنیا کې د تودوخي کچه او په موسمونو کې بدلون کیږي.

د امریکې مشرقي ساحلې سیمې زیاتره هغه ریاستونه دي چې د اټلانټک سمندر سره نژدې موقعیت لري او ورته په انګریزۍ کې ایسټ کوسټ وېل کیږي. د پېسېفېک یا بحرالکاحل سره نژدې ریاستونه د امریکې په مغربي ساحل دي او ورته د وېسټ کوسټ ریاستونه وېل کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG