لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې او نېټو د امنیت په اړه د روس تشویش ته جوابونه ورکړي دي


امریکايي او د یوکرېن عسکر په کېیو کې پوځي مشق کوي
امریکايي او د یوکرېن عسکر په کېیو کې پوځي مشق کوي

د یوکرېن او یورپي همکارانو سره د صلاح مشورې وروسته امریکې او نېټو د امنیت په اړه د روس نوو غوښتنو ته جوابونه ورکړي دي.

د امریکې او د نېټو دغه ګامونه د روس او د مغربي ملکونو ترمنځ د یوکرین په سر تاو تریخوالي د کمولو دپاره د سفارتي کوښښونو برخه ده.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په ماسکو کې د امریکې سفیر جان سولېون د شورو، چهارشنبې، په ورځ د روس خارجه وزارت ته امریکايي ورکړلو او نېټو په یورپ کې د امنیت په اړه خپل دریځ روس سره شریک کړو. وېل کېږي چې د نېټو ځواب په یو شمېر پاڼو مشتمل دی.

د چارواکو په وېنا د امریکې او نېټو ځوابونو مقصد د روس تشویش ته ځواب وېل او ټولو فریقېنو دپاره د سفارتکارۍ موقع برابرول دي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن وایي روس ته یې د امنیت په اړه هغه لیکلی جواب سپارلی چې دې هېواد غوښتی وو او بیا یې له ماسکو نه غوښتي چې پر یوکرېن د برید پر ځای د خبرو لاره غوره کړي.

د روس او لوېدیځو هېوادونو تر منځ لفظي شخړه په وروستیو کې له دې کبله زیاته شوې چې روس د یوکرېن ختیځې پولې ته نیژدې تر یو لک زیات پوځیان ساتلي او د امریکې په ګډون لوېدیځ هېوادونه ویره لري چې روس پر یوکرین د یرغل تیاري کوي خو روسي چارواکي وایي د برید هیڅ اراده نه لري.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن وایي، له یورپه تر راستنېدو وروسته یې د یوکرېن په ګډون د نېټو متحدینو او یورپي ملګرو په سلا مشوره د روس د امنیتي غوښتنو په جواب کې لیکلی جواب ور سپارلی دی.

اینټني بلینکن د شورو- چارشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبري غونډې ته په وینا کې روس ته د خبرو لپاره د یوې «نوې سفارتي» لارې وړاندیز وکړ، خو د روس دا غوښتنه یې رد کړ، چې نېټو دې یوکرېن ته غړیتوب نه ورکوي:

"په دې لیکلي جواب کې- چې ماسکو ته یې سپارلی- پر یوکرېن د روس د ممکنه برید په اړه د امریکې او د امریکې د متحدینو او ملګرو اندېښنې شاملې دي، همدارنګه هغه اندېښنې پکې په اصولي او عملي توګه ارزول شوې چې روس را پورته کړې دي او زموږ خپل وړاندیزونه پکې شامل دي چې کېدای شي موږ ګډه حل لاره ورته ولټوو".

امریکایي چارواکي وایي واشنګټن او ماسکو لا هم کولای شي د پرمختګ لاره ومومي او په یورپ کې د وسلو د مخنیوي په ګډون پر نورو مسایلو هم سره همږغي شي.

د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګیلاوروف تېره اوونۍ له اینټني بلینکن سره په جنېوا کې د لیدو په وخت له امریکې غوښتي وو، چې د دوی د غوښتنو په جواب کې لیکلی جواب ورکړي. د روس د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې د ماسکو لپاره د امریکې سفیر جان سولیوېن د امریکې او نېټو له خوا جلا جلا لیکلي جوابونه ور سپارلي دي.

امریکایي چارواکو ماسکو ته د لیکلي جواب ټول تفصیل نه دی وړاندې کړی، خو د ماسکو په امنیتي غوښتنو کې د ختیځ خصوصاً د یوکرېن او جورجیا په لور د نېټو د پراختیا مخنیوی او له ختیځ یورپه د نېټو ځواکونو پرشاتګ دی.

امریکا یې غوښتنې ردکړې، خو په یورپ کې د پوځي مشقونو او د توغندیو د ځای پر ځای کولو په اړه د خبرو وړاندیز یې ورته کړی. د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انیټني بلینکن وایي د یوکرېن د دفاع د پیاوړتیا لپاره ګډ کار کوي او پر دې هېواد د روس یرغل ته بشپړ تیار دي:

"هغه ګامونه چې موږ به یې په ګډه او چټک اخلو، هغه څه پکې شامل دي چې مخامخ ولسمشر پوټین ته زیات ارزښت لري، په هغه کې دا هم شامل دي چې روس به په اقتصادي او مالي چارو خصوصاً د ټیکنالوجۍ د ودې په برخه کې د کار وړتیا ونه لري او ولسمشر پوټین دې ته ډېره پاملرنه کوي".

روس پر ولسمشر ولادیمیر پوټین باندې د امریکې د بندیزونو خبرداری رد کړی دی. د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوو په یو بیان کې ویلي دا بندیزونه به هغه ته شخصاً تاواني نه وي، خو وایي په سیاسي لحاظ به ویجاړوونکي وي او دا ډول کارونه به سفارتي اړیکې‌ نورې هم خرابې کړي.

پر یوکرېن د روس د ممکنه برید په اړه د لوېدیځو هېوادونو زیاتېدونکو اندېښنو د یوکرېن خلک هم اندېښمن کړي او رپوټونه وایي چې د امریکې، برتانیې، کېنېډا او اسټرېلیا په ګډون ځینو نورو غربي هېوادونو خپلو سفارتکارانو ته ویلي چې له پایتخت کیف څخه ووځي.



هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG