لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي او ناټو چارواکو طالبانو سره د نیغ په نیغه مذاکراتو خبرونه رد کړي


امریکايي چارواکو او په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ کې ناټو اېتلاف هغه رپورټونه رد کړي چې وايي صدر ډانلډ ټرمپ خپل صلاحکارانو ته د افغان طالبانو سره د نیغ په نیغه خبرو کولو امر کړی.

د اتوار په ورځ د امریکا نیو یارک ټاېمز اخبار په افغانستان کې د تیرو ۱۷ کالو راهسې روانې جګړې ختمیدو د پاره په امریکايي پاليسۍ کې دغه یو مهم بدلون بللی وو. د اخبار تر مخه ګڼ شمیر اعلا امریکایي او افغان چارواکو د دغه خبرې پخلی کړی وو.

د ګل (دوشنبې) په ورځ په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ناټو اېتلاف په یو بیان کې هغه میډیايي رپورټونه رد کړي چې پکې ویل شوي وو د ناټو مشر امریکايي جنرال جان نکولسن د جولايي په ۱۶مه نېټه د قندهار د سفر په مهال ویلي ٫٫ امریکا نیغ په نیغه د طالبانو سره خبرو اترو ته تیاره ده.٬٬

په دغه بیان کې جنرال جان نکولسن زیاتوي:٫٫ امریکا د افغان اولس یا د افغان حکومت متبادل نه شي کیدلی. زه د امریکا د خارجه چارو سېکتر ماېک پمپیو بیان بیا تکراروم، چې امریکا په افغانستان کې د سولې لپاره د افغان طالبانو، افغان حکومت او افغان اولس سره کار کولو ته تیاره ده.٬٬

هم د ګل په ورځ د امریکا د بهرنو چارو وزارت ویاند ویلي ٫٫ امریکا د افغان حکومت سره په دغه هیواد کې د سولې پروسې د پرمختګ د پاره ټولې لارې ګوري. او د افغانستان سیاسي راتلونکي په اړه خبرې اترې به د افغان حکومت او افغان طالبانو تر مېنځ کیږي.٬٬

د امریکا یو شمیر اعلا چارواکو په نژدیو ورځو کې د پاکستان او افغانستان سفرونه کړي. د نیویارک ټاېمز د خبر تر مخه دغه چارواکو په پاکستان او افغانستان کې د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره ٫٫ د مهمو لوبغاړو ٬٬ سره خبرې کولې. د رپورټ تر مخه امریکايي او افغان چارواکي په دې خبره زیات صلاح ښکاري چې د سولې پروسې تندولو او څه نتیجې ته رسیدلو لپاره امریکا د سولې خبرو اترو کې نیغ په نیغه رول ولري.

خو د ګل په ورځ د امریکا پوځي چارواکو ویلي د افغانستان د سولې پروسې مشري به افغان حکومت کوي.

طالبان د اوږدې مودې راهسې د امريکا سره د افغانستان د سولې د خبرو کولو غږ کوي او افغان حکومت د غربي هیوادونو ګوډاګې بلي. خو امريکا په دې ټينګار کوي چې خبرې دې د افغانستان په مشرۍ ترسره شي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د اتوار په ورځ په خپل رپورټ کې ویلي وو د خبرو دپاره کومه نېټه نه ده ټاکل شوې او دغه هڅې هم ناکامه کېدی شي خو د امريکا د خبرو دپاره رضامندي دې اړخ ته اشاره ده چې په افغانستان کې کړکېچ مات کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG