لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نیویارک دوو پخواني حریفانو د مذهبي تندورۍ خلاف هلې ځلې پېل کړي


تانيه جويا خپل تندروه خاوند، چې په شام کې د داعش یو مهم امریکنی کمانډر و، په شام کې یې پرېښودو او سره د خپلو بچو امریکې ته راوتښتېده
تانيه جويا خپل تندروه خاوند، چې په شام کې د داعش یو مهم امریکنی کمانډر و، په شام کې یې پرېښودو او سره د خپلو بچو امریکې ته راوتښتېده

د پښتنو په شمول په هره ټولنه کې د هغه خلکو قېصې عامې وي چې په اړه یې ویل کېږي چې د جرمونو خپل ماضي یې پرېښودی او د نېکۍ او د ښېگړې په لار روان شوي دي.

د امریکې په نیویارک ښار دغه رنگ قېصه د اسختباراتي ادارې د یو پخواني چارواکي او په مذهبي توگه د پخواني تندروه مسلمان ده. دواړه په یو وخت کې د یو بل مخالف وو خو وس یوځای شوي او د مسلمان ځوانانو د تندورۍ نه د بچ کولو هلې ځلې یې پېل کړې دي.

جېسي مورټن به په کال ٢٠٠٩ م کې د یونس عبدالله محمد د نوم دلاندې په امریکا کې د القاعده پرچار کولو.

په یوټیوب په یو پېغام کې هغه وايي " امريکا د ستاسو په خاوره قبضه کول غواړي، ستاسو زېرمې نيول غواړي، ستاسو وروڼه وژل او خوېندې مو زورول غواړي."

په دغه پېغام کې هغه وايي د مزاحمت تقاضا ده چې "تاسو راپورته شئ."

او هم دغه رنگ وشول.

مېچل سایبر د نيويارک پوليسو د استخباراتي څآنګې مشر و
مېچل سایبر د نيويارک پوليسو د استخباراتي څآنګې مشر و

خلک راوچت شول او د یونس عبدالله محمد په حوصله افزايي د ريولوشن مسلم، انقلاب مسلم، نومې ډلې ١٥ حملې یا د حملو کوښښونه وکړل.

مېچل سایبر د نيويارک پوليسو د استخباراتي څآنګې مشر و او تر د پنځو کلونو پورې یې د جېسي مورټن یا یونس عبدالله محمد تقعب کولو. بالاخر د هغه د کوښښونو په نتیجه کې جیسي گرفتار او قید شو.

"جيسې زمونږ هدف و،" مېچل سایبر وايي. "یونس عبدالله محمد زمونږ دپاره یو داستاني کردار و."

دا هر څه وس پخوانۍ خبرې دي.

خو دغه دواړو پخواني مخالفين وس د ترهګرۍ په ضد يو ځای شوي دي.

د پېرلل نېټ ورکس په نوم کمپني یې جوړه کړې ده پخواني امريکايي جهاديانو په ټولنه کې د بیا ورګېدو دپاره تربیه ورکوي.

شاکر مصري پخواني جهادي دی وايي هدف دا پکار دی چې په دغه خلکو کې تشدد ختم کړی شي.

شاکر مصري نن صبا خپل روزګار کوي. وړاندې يي اووه کاله د الشباب ترهګرې ډلې لپاره ځان شهادت ته د رضاکار په توگه ورکړی و.

په جيسي مورټن يولس کاله د بند سزا ختلې وه خو هغه پکې درې کاله تېرولو وروسته د اېف بي آيي لپاره د جاسوسۍ کار شروع کړو او وايي په امريکايي جيلونو کې د قیدیان د تندروۍ نه د اړولو لپاره هيڅ کوښښ نه کيږي.

هغه وايي "مونږه له په دې خبره ځان پوهول پکار دي چې څه ډول يو تن د تندروه ډلې نه اوشوکوو، او بيا يي د تندروۍ نه اوژغورو، مطلب دا چې پوره عقيده، سوچونه او خيالونه ورله بدل کړو."

دتانیا جویا خاوند په شام کې د داعش یو مهم کمانډر و
دتانیا جویا خاوند په شام کې د داعش یو مهم کمانډر و

پېرلل نېټ ورکس نومې اداره تشدد نه لاس په سر شوو خلکو ته د ژوند نوي لارې چارې ښايي. په دغه خلکو مېرمن تانيه جويا هم ده چې خپل تندروه خاوند، چې د داعش یو مهم امریکنی کمانډر وو، په شام کې یې پرېښودو او سره د خپلو بچو امریکې ته راوتښتېده. "هلته په ما د ځان په اړه د سوچ کولو هم بنديز و."

جويا نن سبا په دغه اداره کې د پخوانو ترهګرو عادي ژوند ته د اړولو کار کوي.

جيسي او مېچل دواړه په يو وخت کې سخت دښمنان وو خو اوس دواړه د ترهګرۍ په ضد ګډه مبارزه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG