لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ خبرو په اړه بیا هیلې راټوکېدلي


North Korea Nuclear Site
North Korea Nuclear Site

وروسته له هاغې چې شمالی کوریا نن د جمعې په ورځ وویل، دوی اوس هم له امریکا سره هر وخت او په هر ډول خبرو کولو ته لېواله دي د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د شمالی کوریا ددغه دریځ هرکلی وکړ.

ډانلډ ټرمپ د شمالي کوریا ددغه نوي دریځ په اړه په یو ټویټ کې لیکلي:٫٫ دا ډیر ښه خبر دی چې له شمالي کوریا څخه داسې تود او ګټور بیان ترلاسه کیږي. مونږ به ګورو چې دا خبرې مو چېرې رسوي خو په دې هیله یو چې یوې دایمې سولې او نیکمرغۍ ته مو ورسوي او دا به یواځې د وخت له تېرېدو سره روښانه شي.٬٬

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د شورو یا چهارشنبې په ورځ د شمالي کوریا رهبر کېم جان اون ته په یوه لیک کې د دواړو هېوادونو ترمنځ راتلونکې سرمشریزه چې د جون په ۱۲ نېټه په سینګاپور کې نیول شوې وه لغوه کړې وه.

ټرمپ په خپل لیک کې لیکلي وه، دی ځکه دغه سرمشریزه لغوه کوي چې د شمالي کوریا مشرتابه له دغې سرمشریزې څخه د وتلو په اړه له غوصې ډکه وینا کړې وه.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ دا خبرداری هم ورکړی وه چې د امریکا پوځي ځواکونه دا مهال تر بل هر وخت زیات د تیارسۍ په حال کې دي او ورسره د هغوی متحدین یعنې جنوبي کوریا او جاپان هم او ښه به وي چې شمالي کوریا کوم بې احتیاطه ګام پورته نه کړي.

د ټرمپ د لیک په ځواب کې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر کېم کې ګوان چې د اوږدې مودې راهیسې اټومي مذاکره کونکی او یو لوړ رتبه ډپلوماټ دی په یو بیان کې ویلي وه چې شمالی کوریا غواړي امریکا ته وخت او فرصت ورکړي چې د سینګاپور د خبرو په اړه بیا له سره غور وکړي.

ښاغلي ګوان په بیان کې دا هم لیکلي چې: ٫٫ مونږ د ولسمشر ټرمپ له جرات څخه ډکې پرېکړې تود هرکلی کوو چې تر دې مخکې د امریکا هېڅ ولسمشر داسې نه دې کړي لکه ددغې مهمې سرمشریزې په برخه کې یې چې کومې هلې ځلې وکړې.٬٬

خو نوموړي دا هم ویلي چې دوی دا هیله هم درلودله چې د ټرمپ فورمول به د دواړو غاړو اندېښنو ته ځواب ویلی وای خو په دې اړه یې نور سپیناوی نه دی کړی.

د دواړو لوریو ترمنځ وروستۍ لفظي شخړه هغه مهال وشوه کله چې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې چو سن هویې لخوا د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس ته سپکاوی وشو او په یو بیان کې یې هغه ته د یو سیاسي بېړا خطاب او د اټومي وسلو یادونه کړې وه.

ټرمپ په خپل لیک کې د شمالي کوریا لخوا ددغه سپکاوي په ځواب کې ویلي وو چې د امریکا اټومي وړتیاوې ډېرې سترې او ځواکمنې دي او زه خدای ته دعا کوم چې هېڅکله به یې د کارولو اړتیا و نه لیدل شي.

د سرمشریزې د لغوه کېدو په اړه غبرګونونه

په هر صورت د ټرمپ له وروستي لیک سره د امریکا متحدین هک حیران شوي وو ځکه ولسمشر ټرمپ په دې اړه د جنوبي کوریا ولسمشر مون جې ان او د جاپان لومړي وزیر شېنزو ابې ته معلومات نه و ورکړي.

مون په نیمه شپه له خپلو امنیتي چارواکو سره بېړنۍ غونډه وکړه او د سرمشریزې د لغوه کېدو په اړه د خواشینۍ له څرګندلو وروسته یې د واشنګټن او د پیانګ یانګ ترمنځ د نېغ په نېغه خبرو کولو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د کوریا د بې وسلې کولو په بهیر کې باید له بېړي کار واخیستل شي.

په ټوکیو کې د جاپان د کابینې مشر وزیر یوشېهېدې سوګا بیا د سرمشریزې په اړه د ټرمپ د پرېکړه ملاتړ کړی وه او په شمالي کوریا باندې یې د ملګروملتونو د بندیزونو د دوام غوښتنه کړې وه چې له مخې به یې له دغه هېواد سره ۹۰ فیصده سوداګري نه کیږي.

د چین د کمیونسټ ګوند د ورځپاڼې چینا ډیلې په سرمقاله کې له امریکا او شمالي کوریا دواړو څخه غوښتل شوي وو چې خبرو ته دې ژمن پاتې شي او د ستونزې د حل په برخه کې دې په ګډه کار کولو ته دوام ورکړي.

او د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د یادې سرمشریزې د لغوه کېدو په اړه خواشینې څرګنده کړې وه او د خپل متحد په پلوي یې دا هم ویلي وه چې کېم جان اون ټول هغه څه وکړل چې کولای یې شول او ژمنه یې کړې وه او حتی د خپل هېواد د اټومي ازموینو ځای یا سایټ یې هم مخکې له مخکې څخه په بمونو والوځاوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG