لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا: که شمالي کوریا اېټمي وسله دلاسه ورنکړي، اقتصادي پابندۍ به یې ختمې نشي


د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د چاپان وزیراعظم شېنزو ابی سره ولیدل

د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو ویلي ترڅو شمالي کوریا په مکمله توګه اېټمي وسلې دلاسه نه وي ورکړې په به نړیوال اقتصادي بندیزونه پرځای وي.

د جاپان په ټوکیو ښار کې د اتوار، یکشنبې، په ورځ د سویلي کوریا او جاپان خارجه وزیرانو سره یو ځای خبري کانفرنس ته د وینا په وخت مایک پامپېيو وویل که څه هم دوی ته د خبرو اترو د پرمختګ نه حوصله ترلاسه کړې خو دا چې یواځې پرمختګ د موجوده بندیزونو لرې کولو لپاره کافي نه دی.

نوموړي وویل د کوریا په مکمله توګه نیوکلياي وسلو نه د پاکولو سره به د دې د تصدیق یوعمل تړلی وي او زیاته کړې صدر ډانلډ ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کم جانګ اون دواړه په دغه خبره صلاح شوي.

اامریکاي سفارتکار د شمالي کوریا مشرانو سره خپلې خبرې ګټه ورې بللي که څه هم د ملاقاتونو وروسته شمالي کوریا په یو بیان کې ویلي وو چې واشنګټن په تیزۍ سره شمالي کوریا د نیوکليايي وسلو نه پاکولو باندې د بدمعاشانو په رنګ زور راوړي.

مایک پامپېیو وویل هغه تمه لري د شمالي کوریا سره خبرو اترو کې به د وړاندې تګ یو لار را ووځي.

د شمالي کوریا خارجه وزارت د خالي په ورځ ویلي د مایک پامپېيو سره خبرې د افسوس وړ وې او په واشنګټن يې تور لګولی چې شمالي کوریا باندې په یو اړه خیزه توګه خپل نیوکليا پروګرام ختمولو لپاره د زور راوړو کوشش کوي.

د شمالي کوریا خارجه وزارت یو نامعلومه ویاند دغه بیان پیانګ یانګ کې د حکومتي ګوند یو مشر چارواکي کم یانګ چول او نورو اعلا چارواکو سره دخبرو اترو څو ګهنټې وروستو خپور کړی.

د شمالي کوریا حکومتي خبرې ادارې کی سي این ای د امریکې خارجه وزیر سره خبرې اترې ډېر بدې بللي او د خارجه وزارت یو نامعلوم ویاند تر مخه يې ویلي کوریايي جزیره د نیوکليايي وسلو نه پاکولو تیزه لار ددغه مسلې یو مرحله وار او دوه اړه خیزه تګلاره خپلول دي.

د امریکې خارجه وزیر وویل پیانګ یانګ کې د خبرو اترو غټه برخه شمالي کوریا د نیوکليايي وسلو نه پاکولو لپاره یو موده ټاکلو او د غټې تباهۍ وسلو ښکاره کولو په سر تېره شوه. پامپییو زیات تفصیل نه دی ښکاره کړی خو ویلي دوي په دغه دوه مسلو باندې خبرو اترو کې زیات وخت تیرکړی. نوموړي ویلي هغه فکر کوي د خبرو په هر اړخ کې يې پرمختګ کړی.

پامپېيو ویلي په کوریايي جنګ کې د وژل شوو امریکايي پوځیانو د لاشونو باقي پاتې برخې بیرته خپل ملک ته راوړو لپاره د دواړه ملکونو ذمه وار چارواکو ترمنځ مذاکراتو لپاره د جولاي ۱۲ لسمه نېټه ټاکلی شوې.

خارجه وزیر د خپلې دوه ورځنۍ دورې په وخت د شمالي کوریا مشر کم جانګ اون سره لیدلي نه دي. د خارجه وزارت ویاندې حیدر نوورټ ویلي د کم جانګ اون سره د نوموړي د ملاقات څه تمه نه لرل کیده.

شمالي کوریا ته روان کال دا د مایک پامپېیو دریم سفروو او تېره میاشت په سنګاپور کې د امریکې د صدر ډانلډ ټرمپ او شمالي کوریا مشر کم جانګ اون ترمنځ د ملاقات وروستو پيانګ یانګ ته دا د نوموړي اولنی سفروو.

XS
SM
MD
LG