لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر ټرمپ: د شمالي کوریا مشر کېم یانگ اون سره کېدونکې غونډه مې ځنډوله


د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د مۍ د میاشت په نهمه نېټه په په پیانگ یانگ کې د شمالي کوریا مشر کېم یان اون سره ولیدل

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د شمالي کوریا مشر کېم یانگ اون سره د جون په ١٢ مه نېټه په سنگاپور کې کېدونکی ملاقات د ختمولو اعلان وکړو.

صدر ډانلډ ټرمپ دغه اعلان په وایټ هاوس د یوې غونډې په موقع وکړو او وې ویل د شمالي کوریا د ورستي بیان په بنیاد یې فیصله وکړه چې د جون په ١٢نېټه په سنگاپور د سرمشرانو مجوزه غونډه ختمه کړي. هغه زیاته کړه چې که څه هم اوس هم د بهترۍ امکان شته خو د غونډې ځنډیدل د شمالي کوریا او د نړۍ دپاره د نقصان خبره ده.

د کېم یانگ اون سره د ملاقات ختمولو په اعلان کې چې صدر ټرمپ د شمالي د کوم بیان ذکر وکړو پیانگ یانگ دغه بیان یوه ورځ وړاندې جاري کړی و او شمالي پکې د ډانلډ ټرمپ په وینا امریکې ته ډیره زیاته غصه او دښمني څرگنده کړې وه.

د اېسوسي ایټېډ پریس خبري ادارې ترمخه شمالي کوریا په خپل بیان کې د هېواد د اېټمي پروگرام په اړه د امریکې د نایب صدر مایک پېنس د تبصرې په جواب کې مایک پېنس د سیاسي گوډاگي په نوم یاد کړو. د شمالي کوریا بیان کې دا هم ویل شوي وو چې شمالي کوریا د امریکې سره د مزاکراتو د مېز په رنگ په اېټمي مېدان کې هم ټکر ته تیار هېواد دی.

د شمالي کوریا سره د سر مشرانو غونډه ختمولو په اعلان کې صدر ټرمپ دا خبرداری هم وکړو چې که چېرې شمالي کوریا کوم جارحیت وکړو نو نه یوازې امریکا بلکې په سیمه کې اتحادي هېوادونه، جاپان او جنوبي کوریا، به ورته سخت جواب ورکوي.

صدر ټرمپ وايي د امریکې د پوځي مامورینو ترڅنگ یې د جنوبي کوریا او د جاپان سره خبرې کړې دي او تیار دې که چېرې شمالي کوریا د بې وقوفۍ کوم اقدام کوي.

صدر ټرمپ د خط په زریعه کېم یانگ اون د خپل ملاقات د ختمولو نه خبر کړو. وایټ هاوس ددغه خط متن مطبوعات ته وړاندې کړی دی.

په خط کې صدر ټرمپ د کیم یانگ اون سر د کیدونکې ملاقات په اړه خوشبني څرگنده کړې وه.

صدر ټرمپ په خط کې کیم یانگ اون ته وویل "ستا سره ملاقات ته ډیر سترگې په لاره وم. خو په افسوس، ستا په ورستي بیان کې د ډیرې زیاتې غصي او څرگند دښمنۍ په بنیاد زه دا مناسب نه گڼم چې دا ملاقات دې وس وشي چې د ډیر وخت راهېسې یې تیاری کیدو."

د وایټ هاوس د یو چارواکې ترمخه د صدر ټرمپ د فېصلې بنیادي وجه د نایب صدر مایک پېنس په اړه د شمالي کوریا بیان دی.

د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د شمالي کوریا سره د سر مشریزې غونډې د ختمیدو ټوله ذمه واري په شمالي کوریا واچوله.

مایک پامپېیو وايي د شمالي کوریا چې ورستۍ ورځو کې کوم بیانونه جاري کړې دي د افسوس وړ دي. هغه وویل په ورستیو ورځو کې د دواړو هېوادونو د هغه چارواکو لیده کاته هم نه دي شوي چې د صدر ټرمپ او د کېم یانگ اون د ملاقات دپاره یې تیارۍ کولې.

بلخوا د شمالي کوریا مشر کېم یانگ اون د خپل لوظ سره سم د هېواد په شمال ختیځ کې د اېټمي ازموینې یوه ودانۍ تباه کړه. شمالي کوریا په غیر معمولي توگه خارجي خبریالان د اېټمي ودانۍ په چاودنو د تباه کولو نندارې دپاره سیمې ته بوتللي وو.

د اېټمي ودانۍ د تباه کولو د شمالي کوریا دغه گام د صدر ټرمپ او د کیم یانگ اون د مجوزه ملاقات دپاره د اعتماد سازۍ برخه گڼل کیده خو صدر ټرمپ د کیم یان اون سره د ملاقات امکان لږ تر لږه د موجوده وخت دپاره ختم کړو.

XS
SM
MD
LG