د امریکې صدر جوبایډن د چین صدر شي جېن پېنګ د ډېکټېټر بللی او د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن ویلي واشنګټن په دې اړه تشویش لري چې چین په کیوبا کې پوځي تربيتي مرکز جوړول غواړي.
د چین خارجه وزارت د صدر شي په اړه د صدر بایډن په خبرو د سخت رد عمل اظهار کړی دی او په دې اړه يې لا علمي څرګنده کړې چې چین په کیوبا کې د پوځي مرکز دپاره هوانا سره مذاکرات شروع کړي دي.
د صدر شي په ډېکټېټر بلل کېدو د چین د ناخوښۍ باوجود د وي او ای د وایټ هاوس بيورو چیف خبریالا پېټسي کستوارا په خپل رپورټ کې وايي امریکا د شي په اړه د صدر بایډن نه خبرو نه نه په شا کېږي.
د سټېټ ډپارټمنټ یا د امریکې د خارجه وزارت ترجمان وېدنت پټېل وویل دا چې صدر بایډن د چین صدر د ډېکټېټر په څېر بللی پکار نه ده چې څه د حېرانتیا خبره وي.
پټېل وویل "مونږ هغه ځایونه په څرګندولو کې د تذبذب نه کار نه اخلو چې اختلافات پې لروو. مونږ په سکوټه او په مستقیم ډول په ځينو اختلافاتو خبره کوو. او په حقیقت کې د اختلافاتو په دغو ځایونو کې یو د جمهوریتونو او امریتونو ترمنځ فرقونه هم دی."
صدر بایډن د نهې، سه شنبې، په ورځ د کال ۲۰۲۴ د صدارتي انتخاب دپاره د چندې جمع کولو دپاره غونډې ته وویل چې شي د چین د هغه جاسوسۍ د مشکوکې پوکاڼۍ یاغبارې نه و خبر چې امریکې د فېبرورۍ په میاشت کې د خپل سرحد دننه راغورځولې. صدر بایډن وویل دا د امرانو دپاره ډیره د شرم خبره وي چې د واقعاتو نه نه وي خبر.
صدر بایډن زیاته کړه چې امریکې چې پوکاڼۍ یا غباره راوغورځوله نو صدر شي ډیر شرمنده و او ترديد يې کولو.
د چین د خارجه وزارت ترجمانې ماو نېنګ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د صدر بایډن خبرو ته د سخت ردعمل اظهار وکړو.
ماو وویل " امریکايي خبرې انتهايي غیر منتقه او غیر ذمه وارانه دي، په مکمله توګه د حقایقو خلاف او د سفارتي ادابو سنګینه خلاف ورزي ده او د چین په سیاسي وقار کې مداخلت دی. دا په جار سیاسي راپارونه ده."
صدر بایډن د صدر شي په اړه دغه چین ته د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د دورې نه یوه ورځ پس وکړې. د دورې مقصد چین سره د امریکې تعلقات بهتر کول وو چې د پوکاڼۍ یا غبارې د پېښې نه پس خراب شوي وو.
څېړونکي وایي که یو خوا امریکې چین سره تعلقات بهتر کول غواړي او بلخوا پې نېوکي هم کوي نو د رابطو په اړه پوښتنې کېدلی شيږ
د امېرېکن انټرپرایز څېړونکی زیک کووپر وايي ويني چې امریکا د چین سره د رابطو وروسته ډیراعلا امریکايي چارواکي په چین نېغ په نېغه تنقیدونه کوي نو "ځما په خیال چین به دا پوښتنه کوي چې د رابطو ضرورت څه دی؟"
که څه هم چین ته د بلېنکن د سفر په مهال څه اهم پرمختګ نه دی شوی، خو د وي او ای رپورټ وايي هغه او صدر شي په دي خبره متفق شوي چې د امریکې او د چین رقابت په ټکر کې د بدلېدو نه مخکې دې د دواړو ملکونو په تعلقاتو کې ثبات راوستل شي.
په داسې حال کې چې بلېنکن د چین دوره کوله، د امریکې وال سټريټ جنرل اخبار په یو رپورټ کې وویل چې په کیوبا کې د چین د پوځي تربیتي مرکز جوړولو دپاره بيجېنګ کیوبا سره مذاکرات شروع کړي دي.
بلېنکن د نهې، سه شنبې، په ورځ په لندن کې د دغه رپورټ تصدیق وکړو.
د یوې پوښتنې په جواب کې بلېنکن وویل "هو، ما دا ډیره واضحه کړه چې مونږ به په کیوبا کې د چین په استخباراتي او پوځي هلو ځلو ژور تشویش لروو. مونږ به د دې ډیر زیات د نژدې نه څارنه کوو او مونږ په دې اړه ډیر واضحه یوو. مونږ به د خپل وطن او د خپلو مفاداتو تحفظ کوو."
د دې میاشت په شروع کې هم بلېنکن تصدیق وکړی و چې چین قریباً د دوه زره نولسم راهسې په کیوبا کې د استخباراتي معلوماتو راټولو مرکز چلوي>
د چین د خارجه وزارت ترجمانې وویل د چین او کیوبا د مبینه مذاکراتو په اړه معلومات نه لري. هغې زیاته کړه چې بيجېنګ امید کوي متعلقه فریقېن به په هغو کوښښونو توجه وکړي چې اعتماد سازي وکړي او سیمه ایيز امن او ثبات ته وده ورکړي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالانو پېټسي کستوارا او سېنډي ساین د رپورټونو اخیستل شوي دي