لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر براک اوباما د ملگرو هیوادونو په مشرانو باندې جاسوسي ختمول غواړي


د دې الزاماتو د رامېنځته کیدو ورسته چې امریکا د ٣٥ نړي والو مشرانو د شخصي مواصلاتي رابطو خفیه څارنه کړې ده چې پکې د جرمني چانسلرې اینگیلا مرکیل موبائل ټیلې فونونه ټیپ کیدل هم شامل دي، د صدر براک اوباما حکومت د هیواد دننه او د هیواد نه بهر د نتقید ښکار شوی دی
د دې الزاماتو د رامېنځته کیدو ورسته چې امریکا د ٣٥ نړي والو مشرانو د شخصي مواصلاتي رابطو خفیه څارنه کړې ده چې پکې د جرمني چانسلرې اینگیلا مرکیل موبائل ټیلې فونونه ټیپ کیدل هم شامل دي، د صدر براک اوباما حکومت د هیواد دننه او د هیواد نه بهر د نتقید ښکار شوی دی
د امریکې صدر براک اوباما حکومت په دې خبره غور کوي چې آیا د هیواد د جاسوسۍ اداره نیشنل سکیورټي ایجنسي د ملگرو هیوادونو د مشرانو جاسوسي ختمه کړي او که نا؟ دا خبره امریکائي چارواکو کړې ده.
د سنیټ د استخباراتي چارو د کمیټۍ مشرې د ډیموکریټک پارټۍ سنیټرې ډائین فائن سټائن د گل په ورځ یو بیان کې ویلي د وائټ هاوس یا سپېنې ماڼۍ لخوا ورته ویلي شوي چې د اتحادیانو په هکله به معلومات راغونډول جاري نشې ساتلی.
خو حکومتي چارواکو ورسته وویل حکومت په دې هکله غوڅه فیصله لا نه ده کړې.
د صدر براک اوباما د قامي سلامتیه شورا، نیشنل سکیورټي کاونسل ترجمانې کټیلن هینډن د گل په ورځ ناوخته ویلي حکومت یو شمیر فیصلې کړې دي خو د سنیټرې فائن سټائن په بیان يي د څه ویلو نه ډډه وکړه.
د دې الزاماتو د رامېنځته کیدو ورسته چې امریکا د ٣٥ نړي والو مشرانو د شخصي مواصلاتي رابطو خفیه څارنه کړې ده چې پکې د جرمني چانسلرې اینگیلا مرکیل موبائل ټیلې فونونه ټیپ کیدل هم شامل دي، د صدر براک اوباما حکومت د هیواد دننه او د هیواد نه بهر د نتقید ښکار شوی دی.
ددغه الزاماتو په ترڅ کې سنیټرې فائن سټائن د امریکې د جاسوسۍ د پروگرامونو بیا د سره د جاج اخستلو غوښتنه کړې ده. هغې ویلي نیشنل سکیورټي ایجنسۍ د سنیټ کمیټۍ ته تسلې بخش معلومات نه دي ورکړي.
د این ایس ای مشر جیمز کلیپر به د نهې په ورځ د نمائندگانو ایوان یا هاوس اف ریپریزینیټیوز د انټیلیجنس کمیټۍ غړو د پوښتون ځوابونه ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG