د امرېکې صدر براک اوباما دا اعتماد څرگند کړی چې هغه خلک چې دداعش وسله والې ډلې مخالفت کوي هغه به غلبه مومي او هغه د صدارت د میعاد د ختمیدو پورې به د داعش خلاف کوښښونو کې ډیر مختگ شوی وي.
د این پې ار ریډیو سره مرکه کې چې د گل، دوشنبې، په ورځ نشر شوي، صدر اوباما ویل داعش یو "کرک جن، زهرجن تنظیم" دی.
هغه وايي امرکې ته د داعش بدترین نقصان به دا وي کله چې امریکایان خپل اقتدار او د ژوند تیرولو لارې چارې بدلې کړي.
صدر اوباما ویل داعش نه خو د یو تنظیم په شکل کې او نه د یو صنعتي قوت په شکل کې امریکا تباه کولی شي خو د امریکې اولس او خاندانونو ته زیان رسولی شي او ځکه هم خلک ددې په اړه تشویش لري.
تیر کال صدر اوباما په شام او عراق کې داعش خلاف د هوائي حملو اجازت ورکړو. د هغه وخت راهسې د امریکې په مشرۍ کې نړي وال پوځي ائتلاف داعش خلاف ٩٠٠٠ هوائي بمبارۍ کړې دي او داعش د منگولو نه يي ۴٠ فیصد علاقه بیرته اخیستې ده.
خو ددې باوجود اوس هم په شام او عراق کې ډیرې علاقې د داعش په ولکه کې دي چې پکې ځېنې ښارونه هم شامل دي او د امریکا په تگ لاره يی تنقیدونه راپارولې او دا غوښتنه کیږی چې امرېکا دې داعش خلاف جنگیدو دپاره زمیني پوځ ولیږی.
این پې ار سره مرکه کې صدر اوباما ویل هغه په حکومت کیدونکی څه تنقید جائز دی خو هغه وايی ددې وجه په شام او عراق کې چې څه قدامات اخیستل کیږي ددې په اړه د معلوماتو کموالی والی هم کیدی شي.