لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي چارواکی: د چین اعلا قیادت روس سره دفاعي مرسته کوي

د کال ۲۰۲۴ د می د ۱۶ نېټې په دې تصویر کې د روس صدر ولادېمير پوټن دچین صدر شي جېن پينګ ترڅنګ بيجېنګ ته د رسېدو وروسته د هغه د هرکلي دپاره د چین د پوځي پریډ معاینه کوي
د کال ۲۰۲۴ د می د ۱۶ نېټې په دې تصویر کې د روس صدر ولادېمير پوټن دچین صدر شي جېن پينګ ترڅنګ بيجېنګ ته د رسېدو وروسته د هغه د هرکلي دپاره د چین د پوځي پریډ معاینه کوي

د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ یا د خارجه وزارت یو لوړ رتبه چارواکي ویلي چین د روس دفاعي صنعت سره د اعلا چینايي قیادت په وېنا کوي. چارواکي وویل د چین ورکړی شويو الاتو د یوکرېن خلاف جنګ کې د روس په صلاحیتونو کې ډېره اضافه کړه زیات کړې ده.

امریکايي چارواکي د ډېر وخت راهسې په چین الزام لګوي چې د روس د جنګي هلو ځلو امداد کوي. واشنګټن په هغه چینايي کمپنو پابندۍ لګولي دي چې د روس دفاعي صنعت ته ضروري الات ن ورکوي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکې ډپټي سېکرېټري اف سټېټ یا نایب خارجه وزیر کرټ کېمپبېل قانون سازانو ته وویل امریکې د روس صدر ولادميرپوټن او د چین صدر شي جېن پېنګ په تعلق ځان په مکمله توګه خبرولو کې د سست روۍ ښکار شوې ده.

کېمپبېل د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د خارجه چارو کمېټۍ اورونې ته وویل د تشویش خبره دا ده چې د چین اعلا قیادت روس سره مرسته کوي.

هغه زیاته کړه چې چېس یا په کمپیوټرو کې معلومات د ذخیره کولو او د انتقالولو الېکټرانېک الات، نقښې او د چاودېدونکو موادو سره تړلي صلاحیتونو د جنګ په مېدان د روس عملیات قوي کړي دي.

هغه وویل چین په خفیه توګه روس ته ډرون هم ورکړي چې د یوکرېن د سرحدونو دننه تګ کوي او دا په حقیقي ډول تشویش راپورته کوي.

چینايي چارواکو د واشنګټن الزامات رد کړي او ټینګار کوي چې امریکا دې د روس او چین ترمنځ د معمول په تعلقاتو نه خو حمله کوي او نه دې بدناموي‌ او نه دې هم د چین او د چین د کمپنیانو په قانوني مفاداتو کې مداخلت کوي.

بیجېنګ دا خبره تکراروي چې روس او یوکرېن دې د امن مذاکرات وکړي او د شخړې سیاسي حل ته راوباسي.
د کانګرس ځینو غړو د امریکې صدر جوبایډن د حکومت نه غوښتنه وکړه چې په یوکرېن کې د روس جنګ د ملاتړ په سر دې په چینايي بېنکونو بندیزونه ولګوي.

کېمپبېل وویل د چین په ګڼ شمېر مالیاتي ادارو نظر ساتل کېږي، پکار ده چې یورپي ملکونه هم په دې لړ کې د امریکې سره همکاري وکړي. هغه زیاته کړه چې په دې لړ کې پرمختګ شروع شوی دی.

د چین او روس د لویو پوځي مشقونو وروسته کېمپېل وویل کوم مشکلات چې چین امریکې ته راپورته کړي دي دا د پخواني سوړ جنګ نه هم زیات دي.

د روس د دفاع وزارت ترمخه د اوشن ټونټي ټونټي فور یا د ۲۰۲۴ سمندر نومې د چین او روس په مشترکه پوځي عملیات په سمندر په پراخه کچه سیمه کې وشوو چې د ۴۰۰ نه زیاتو سمندري جنګي کشتیو، د ۱۲۰ نه زیاتو پوځي هوايي جهازونو او د ۹۰۰۰۰ نه زیاتو عسکرو په کې شرکت وکړو.

دغه مشقونه د ګل، دوشنبې، په ورځ سر ته ورسېدل. د کوم ملک نو م د اخیستلو بغېر چینايي چارواکو وویل د مشقونو مقصد د مشترکه خطراتو مخه نیول وو.

د چین د خارجه وزارت ترجمانې ماو نېنګ په یوه وروستۍ خبري غونډه کې د روس او چین د پوځي مشقونو په اړه وویل د دې مقصد د دواړو ملکونو ترمنځ عسکري تعاون او په مشترکه د امنیت د خطراتو مخه نیول وو.

Forum

XS
SM
MD
LG