لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې یو اعلی چارواکي په جګړه کې د عامو خلکو د خوندیتوب لپاره اسرایل ته سفر کړی


اسرایلي ځواکونو پر غزې پټۍ نن بیا په داسې حال کې هوایي بریدونه کړي چې ټاکل شوې یو اعلی امریکایي چارواکی اسرایل ته سفر کوي او د حماس خلاف د د جګړې د راتلونکي پړاو او په جګړه کې د ملکي وګړو د خوندیتوب د هڅو په اړه ورسره خبرې کوي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د شورو- چارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوېن به د پنجشنبې او جمعې په ورځ له اسرایلي چارواکو سره خبرې وکړي چې پوځي عملیات یې باید یواځې د حماس د ځپلو لپاره "سرجیکل او کره" وي:

"دا زموږ مقصد دی او اسرایل وايي چې دا د دوی هدف دی، خو دا [د جګړې] نتیجې دي چې پر هغو باندې به حساب کېږي."

جیک سلیوېن به اسرایل ته د امریکې دا غوښتنه هم وړاندې کړي چې د کریم شلوم له غزې پټۍ ته د بشردوستانه مرستو د رسېدو اجازه ورکړي، له دې سره به د مرستو اوسنۍ روانه لړۍ لا پراخ شي چې یواځې د رفح له لارې تېریږي.

سپینه ماڼۍ وایي سلیوېن د پنجشنبې- زیارت په ورځ اسرایل ته تر رسېدو مخکې په سعودي عربستان کې درېدلی او د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره یې د اسرایلو او فلسطینیانو ترمنځ د دایمي سولې لپاره د نویو حالاتو د جوړولو پر هڅو او غزې ته د بشري مرستو د زیاتولو په اړه خبرې کړې دي.

که څه هم امریکا پر اسرایل دوې میاشتې وړاندې د حماس د برید خلاف د اسرایل د دفاعي بریدونو ملاتړ بیا بیا تکرار کړی، خو د امریکې ولسمشر جو بایډن او نورو چارواکو په وروستیو کې په غزه کې د عامو خلکو پر مرګ ژوبله ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده.

په غزه کې د حماس تر انتظام لاندې د روغتیا وزارت وايي، د اسرایل په بمباریو کې تر نن ورځې پورې څه باندې 18,600 کسان وژل شوي دي چې وایي په هغوی کې شاوخوا 70 فیصده ښځې او ماشومان دي.

اسرایلي چارواکي وایي‌ د حماس وسلوالو چې د اکتوبر پر اوومه د دوی پر خاوره کوم خونړۍ برید وکړ په هغه کې تر 1,200 زیات کسان ووژل شول او 240 حماس ډلې له ځان سره په غزه کې یرغمل کړل.

د وایټ هاوس د ملي امنیت سلاکار جان کربي وایي، "له اسرایلو سره زموږ ملاتړ نه دی کم شوی خو موږ اندېښنې لرلې او د دغه [روان] پوځي کمپېن په اړه مو اندېښنې څرګندې کړې دي، که څه هم دا منو چې حماس دا جګړه پیل کړې او دوام یې ورکړی."

خو اسرایل بیا په جګړه کې د خپلې تګلارې دفاع کړې او وایي د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د کمولو لپاره ګامونه پورته کوي، خلکو ته امر کوي له هغو سیمو دې ووځي چې دوی پکې پوځي عملیات پلان کړي. د اسرایل پوځ پر حماس تور پورې کوي چې په ګڼ مېشتو سیمو کې فعالیت کوي.

د اسرایل د دفاعي ځواکونو د ویاند په خبري غونډه کې مېجر کیرن هجیوف وویل، پوځ یې نړیوالو قوانینو او اخلاقي اصولو ته ژمن دی:

"موږ د هغو ملکي وګړو د زیان د کمولو لپاره ډېرې وسیلې کاروو چې حماس د انساني سپر په توګه کار اخیستلو ته اړ کړي دي. زموږ جګړه د غزې د خلکو خلاف نه ده بلکې د حماس پر ضد ده".

د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو اداره وايي د غزې 85 فیصده ابادي یعنې تقریباً 1.9 میلینه خلک له خپلو کورونو ایستل شوي دي، وایي تر 1.1 میلین ډېر کسان اوس مهال په مرکزي او جنوبي غزه کې د دوی په پناه ځایونو کې اوسېږي.

یادونه:- د وي او اې خبریالې انتیتا پاوس په دې رپوټ کې مرسته کړې او د رپوټ ځینې معلومات له اې پي، اې ایف پي او رویټرز اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG