لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي مامورینو د دوی په ضد د چین بندیزونه غندلي


په امریکايي مامورینو د چین بندیزونه په هغه ورځ ولګیدل چې په هانګ کانګ کې پولیس د مطبوعاتي کمپنۍ مشر جمي لای د قامي امنیت د قانون لاندې ونیولو او د ۱۰۰ نه زیات پولیس افسرانو د هغه د جمهوریت پلوه کمپنۍ په مرکزي دفتر چاپه ووهله. د ښاغلي لای کمپنې په انټرنېټ یو اخبار هم شایع کوي
په امریکايي مامورینو د چین بندیزونه په هغه ورځ ولګیدل چې په هانګ کانګ کې پولیس د مطبوعاتي کمپنۍ مشر جمي لای د قامي امنیت د قانون لاندې ونیولو او د ۱۰۰ نه زیات پولیس افسرانو د هغه د جمهوریت پلوه کمپنۍ په مرکزي دفتر چاپه ووهله. د ښاغلي لای کمپنې په انټرنېټ یو اخبار هم شایع کوي

د امریکې د کانګرس ځینو غړو او د جمهوریت وکالت کوونکو هغه غیر حکومتي تنظیمونو چارواکو چې چین پرې بندیزونه لګولي دي د چین د ګام غندنه یې کړې ده او ويلي دي چې د دې د لارې چین په هانګ کانګ کې د مظاهره کوونکو زورولو په اړه د خپلو اقداماتو نه توجه لېرې کول غواړي.

د وايټ هاوس ترجماني کی لي مېک ايي نېني وویل د چین اقدامات علامتي او غیر موثره دي خو ترجماني دا وه نه وېل چې ایا واشنګټن به د بیجنګ په ځواب کې څه ګام اخلي او که نا؟

چین د امریکې د واک من ريپبلېکن پارټۍ د دوو سېنټرانو ټېډ کروز او مارکو روبیوو ترڅنګ د کانګرس څلورو نورو غړو او د انساني حقونو پنځو تنظیمونو په عهدېدارانو پابندۍ لګولي دي چې پکې د هیومن رایټس واچ مشر کېنېټ راس هم شامل دی.

په امریکايي مامورینو د بندیزونو نه درې ورځې وړاندې امریکې د هانګ کانګ په مشرې کېري لېم او لسو نورو انتظامي چارواکو پابندۍ لګوولي وې.

د چین دخارجه وزارت ترجمان ژاو لیزان د ګل، دوشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل امریکايي مامورینو د هانګ کانګ په اړه د غلط روش خپل کړی و نو ځکه پرې چين بندیزونه ولګول. ترجمان دا وضاحت ونکړو چې په بندیزونو کې څه شامل دي.

په سنکیانګ کې د ویغور مسلمانانو سره د سلوک په سره د امریکې د غندنې او بندیزونو وروسته چین په سېنټر ټېډ کروز، مارکو روبیو او د ایوان نمایندګان غړي کرس سمېت په ضد بندیزونه لګولي وو او په دوی یې د چین سفر بند کړی و.

د سېڼتر ټېډ کرووز ترجمانی بلیر ارنسن وي او ای ته په یو ایمېل کې د چین د بندیزونو په ځواب کې وویل د چین واکمن کمیونسټ پارټي ګڼي چې په هانګ کانګ کې د خپلو زورونکو ګامونو او د ازادۍ دپاره جنګیدوونکي جمي لای په نیوولو به د هانګ کانګ د صورتحال نه توجه واړوي خو دا به کار ونکړي.

سېنټر کروز خپله د ګل، دوشنبې، په ورځ د خندا په انداز کې په ټوېتر وویل چې پام کوي چین هغه نه دی خوښ.

په امریکايي مامورینو د چین بندیزونه په هغه ورځ ولګیدل چې په هانګ کانګ کې پولیس د مطبوعاتي کمپنۍ مشر جمي لای د قامي امنیت د قانون لاندې ونیولو او د ۱۰۰ نه زیات پولیس افسرانو د هغه د جمهوریت پلوه کمپنۍ په مرکزي دفتر چاپه ووهله. د ښاغلي لای کمپنې په انټرنېټ یو اخبار هم شایع کوي.

سېنټر پېټ ټامي وویل د اخبارونو د ناشرانو په نیوولو، په انتخاباتو کې د درغلۍ، د هانګ هانګ د خلکو څارنه د زیاتوولو او په هانګ کانګ کې د چین ورستي ګامونه ښايي چې چين په هانګ کانګ کې جمهوریت او بنیادي ازادي ختموول غواړي.

سېنټر ټومي او د ډېموکرېټک پارټۍ کرس وان هالن د می په میاشت کې د قانون یوه مسوده وړاندې کړې وه چې ترمخه به هغه بېنکونو بندیزونه لګول کیږي چې په هانګ کانګ کې د نېشنل سکیورټي په عملي کېدو کې مرسته کوي. هانګ کانګ اټانومي اېکټ ته د جولايي په میاشت کې د قانون شکل ورکړی شوی دی.

د ایوان نمایندګان غړي کرس سمېت وویل په هانګ کانګ کې د رای په ازادۍ حملې د تشویش وړ دي او باید چې ځواب یې ورکړی شي.

د هیومن رایټس واچ مشر کېنېت راس د هغه خلاف د چین بندیزونه د توجه لېرې کوولو ګامونه وبلل.

چین وايي په کانګ کانګ کې حالات د چین کورنۍ معامله ده او امریکا دې پکې لاس وهنه نه کوي.

امریکايي مامورین وايي په هانګ کانګ کې د ولس د بنیادي حقونو د خلاف ورزیو ترڅنګ چین په سنکیانګ کې د ویغور مسلمانانو سره هم ناوړه چلند کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG