د امریکې په کوربتو سمېټ فار ډېماکرسي یا د جمهوریت دپاره سرمشریزه غونډه د نهې، سه شنبې، په ورځ پرانېستل کېږي او د وي او ای رپورټ وايي به انلاین بڼه د کېدونکي غونډې مقصد په نړیواله کچه د روس او چین په شان د امرانه حکومتونو په متحده توګه مخه نيول دي.
د ای اېف پي خبري ادارې د رپورټ ترمخه په سمېټ کې د شرکت کونکو ملکونو په فهرست کې هندوستان او پاکستان هم شامل دي.
د صدارت ترلاسه کولو په وخت د امریکې صدر جوبایډن لوظ کړی و چې جمهوریت ته به ودا ورکوي او په دې لړ کې یې لومړی سمېټ فار ډېماکرسي وکړو.
د جمهوریت په اړه د ورستی غونډې په شریکه د کوربتوب دپاره صدر بایډن د زېمبیا، کوسټاریکا، جنوبي کوریا صدرانو او د هالېنډ وزیراعظم ته بلنه ورکړې ده.
د وي او ای رپورټ وايي د ۲۰۲۱ د غونډې برعکس صدر بایډن د درې ورځنۍ غونډه کې شرکت دپاره ۱۲۱ مشرانو ته بلنه ورکړې ده.
په تېر سمېټ کې پاکستان ته هم بلنه ورکړی شوې وه خو شرکت يې نه وکړی.
د سمېټ په اړه خپل رپورټ کې د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي په تېره غونډه کې پاکستان ځکه د شرکت نه انکار کړی و چې د صدر بایډن حکومت د هغه وخت د پاکستان وزیراعظم عمران خان حکومت ته د دوستۍ لاس نه و ورغځولی.
هندوستان په تېره غونډه کې شریک شوی و او ډان وايي په اقتصادي توګه د مشکلاتو سره مخامخ پاکستان دپاره به دا ښه موقع وي چې په ناسته کې شرکت وکړي او په نړیواله کچه د مالي مرستو ترلاسه کولو په لړ کې د امریکې حمایت ترلاسه کړي.
پاکستان په کوښښ کوي، د ډان رپورټ وايي، چې خپل نژدې ملګری ناراضه نه کړي ځکه چې په د جمهوریت په تازه غونډه کې امریکې تایوان ته هم د شرکت بلنه ورکړې ده.
د نهې، سه شنبې، په ورځ د غونډې په لومړۍ ورځ به په اوکراین کې د امن په اړه بحث کېږي. د اوکراین صدر ولادومېر زېلېسنکي به د انټرنېټ دلارې په دغه بحث کې شرکت کوي.
که څه هم صدر بایډن د جمهوریت سمېټ د لوظ پالنه کړې ده خو د انساني حقونو ځینې فعالان د هغه په دې خبره مایوسه دي چې د امرانه مشرانو نه يې ډډه نه ده کړې.
تېرکال هغه د سعودي عرب او د موسمي بدلون په لړ کې د غونډې دپاره يې د مصر دوره وکړه او د ترکي صدر رجب طیبب اردوان سره يې هم همکارۍ ته دوام ورکړی دی.
دریو واړو ملکونو ته د نهې، سهه شنبې، په ورځ شروع کېدونکي غونډه کې د شرکت بلنه نه ده ورکړی شوې، چې په غیر مستقیم ډول په دوی د تنقید عکاسي کوي.
د امریکې په ملګرو ملکونو کې سینګاپور او بنګله دېش ته بلنه نه ده ورکړی شوې. د وي او ای رپورټ وایي په سينګاپور کې په ازادانه ډول انتخابات خو کېږي خو د خلکو په اجتماع او حدودود دي او مطبوعات د قواعدو د لاندې دي. په بنګله دېش کې د ډېجېټل سېکیورټي اېکټ دلاندې په سلګونو کسان ګرفتار کړی شوي دي.
په غونډه کې شرکت دپاره د اهلیت معیار څه دی؟ د وي او ای رپورټ وايي د امریکي خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ په دې اړه د وضاحت نه ډډه وکړه.
د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان (نې) وویل امریکا دا تعین نه کوي چې کوم ملک جمهوریت دي او کوم نه دی.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي