لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې په یوکرېن کې د سفارتي عملې د کورنیو غړو ته یوکرېن نه د وتلو امر کړی


په کېېو کې د امریکې سفارت
په کېېو کې د امریکې سفارت

د یوکرین په ضد د روس د ممکنه پوځي اقدام د خطر له امله امریکې په یوکرېن کې د خپلې سفارتي عملي د کورنیو غړو ته یوکرېن نه د وتلو امر کړی دی.

د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ د اتوار، يکشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل په کېییو کې د امریکې سفارتي عملې نور کارکوونکي هم په رضاکارانه ډول د یوکرېن نه وتلی شي.

سټېټ ډپارټمنټ په یوکرېن کې موجود امریکايي شهریانو ته هم وویل چې یوکرېن نه دې ووځي.

سټېټ ډپارټمنټ یوکرېن ته د سفر په اړه د خطر کچه په څلورمه درجه ساتلی دی او وايي چې د روس د پوځي ګواښ او د کرونا وایرس له امله دې امریکایان یوکرېن ته سفرونکړي. د دې نه وړاندې هم کرونا وایرس له امله یوکرېن ته د سفر د خطر کچه په څلورمه درجه و.

د یوکرېن نه علاوه سټېټ ډپارټمنټ د اتوار، یکشنبې، په ورځ روس ته سفر په اړه هم خبرداری جاري کړو او امریکایانو ته پکې وویل شو چې د یوکرېن سره په پوله د تاو تریخوالي او د امریکایانو په ممکنه توګه د ویرول کېدو له امله دې امریکایان روس ته سفر نه کوي.

د سټېټ ډپارټمنټ یو چارواکي د اتوار، یکشنبې، په ورځ‌ خبریالانو ته د امریکايي اقداماتو په اړه وویل دا ګامونه د هغو رپورټونو په تناظر کې اخیستل شوي دي چې وايي روس د یوکرېن په ضد په لویه کچه د پوځي ګامونو منصوبه سازي کوي.

د سټېټ ډپارټمنټ چارواکي وویل د یوکرېن په مشرقي سرحد، د روس د قبضې دلاندې کرایمېیا او په مشرقي یوکرېن کې امنیت حالات غیریقیني دي او څه وخت هم نور خرابېدلی شي.

د سټېټ ډپارټمنټ چارواکي وویل د امریکې صدر جوبایډن ویلي روس څه وخت هم په یوکرېن یرغل کولی شي او که چېرې داسې کېږي نو په کېییو کې امریکايي سفارت دا صلاحیت ډیر نه لري چې د امریکایانو مرسته وکړی شي.

د سټېټ ډپارټمنټ چارواکي وویل د یوکرېن په اړه امریکايي اقدامات د احتیاط په بنیاد اخیستل شوي دي، امریکا د یوکرېن حکومت کمزوری کول نه غواړي او په کېییو کې امریکايی سفارت به فعالیت دوامداره ساتي.

بلخوا د یورپین یونین د خارجه تعلقاتو مشر یوسپ بورېل د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل یورپي یونین د امریکې په شان یوکرېن نه د سفارتکارانو د عملې کورنۍ غړي د راوېستلو اراده نلري.

بورېل د یورپین د خارجه وزیرانو د غونډې نه وړاندې خبرې کولې. د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن به په غونډه کې په انلاین بڼه شرکت کوي.

بورېل وویل د یورپین ملکونه د امریکې په شان د قام اراده نه لري ځکه چې څه خاص وجوهات ورسره نشته خو اېنټي بلېنکن به غونډې سره معلومات شریک کړي.

خو د دې نه وروسته برطانيي وویل د روس د زیاتېدوونکي خطر په سبب د سفارت څه عمله او د کورنۍ غړي د یوکرېن نه راوباسي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG