لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: پاکستان دې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې مرسته وکړي


Taliban
Taliban

امریکا دا تایید کړه چې له پاکستان څخه یې غوښتي د افغان حکومت او د وسلوالو طالبانو ترمنځ په مستقیمو خبرو کې مرسته وکړي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پېنس او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په روانه اونۍ کې د پاکستان له ملکي او پوځي مشرانو سره غږېدلي تر څو د افغانستان د سیاسي پخلاینې پر مسلې زور راوړي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د میاشتنیو لانجو راوروسته د لوړې کچې دغه خبرې په داسې حال کې شوي چې واشنګټن په اسلام اباد باندې خپلې ټولې پوځي مرستې ځنډولي او دواړو هېوادونو په یو او بل باندې سفري بندیزونه هم لګولي دي.

د امریکا د ملي امنیت په شورا کې د جنوبي او مرکزي اسیا د څانګې یوې لوړ پوړې مشرې لیسا کرټېس د زیارت یا پنجشنبې په ورځ یو سیمینار ته په وینا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو خبرو په اړه وویل، چې امریکا د افغان سولې لپاره په هر اړخیز ډول هلې ځلې کوي.

(مونږ د سولې په بهیر کې د پاکستا د مرستې غوښتنه وکړه او مونږ د پاکستان په بنیادي امنیتي اندېښنو باندې هم پوهېږو او دا باید باوري شي چې د سولې په هر ډول بهیر کې دې د دوی ګټې هم په نظر کې ونیول شي.)

اغلې کرټېس وړاندې وویل، د پاکستان ګټې په افغانستان کې د طالبانو له بیا راپورته کېدو سره نه ترلاسه کېږي.

پاکستان وايي، په افغانستان کې د امنیت له خرابېدو سره یو شمېر سیمې د حکومت له ولکې ووتلي او د داعش او هغو پاکستاني طالبانو تر ولکې لاندې راغلې چې هغوی بیا له پولې پورې غاړې په پاکستان بریدونه کوي.

د اسلام اباد چارواکو دغه راز په خپل سیال هند باندې تور لګوي چې له دغو ترهګرو سره د پاکستان په بې ثباتۍ کې مرسته کوي.

خو افغانستان، هندوستان او امریکايي چارواکي د پاکستان دغه تورونه په کلکه ردوي. دوی دواړه په پاکستان تور لګوي چې ترهګرو ته یې پناه ورکړې او هغوی ته په خپله خاوره باندې روزنه او مالي مرسته ورکوي.

دوی د بیلګې په توګه د حقاني ترهګره شبکه او د طالبانو د پېښور او کوټې شورا ګانو څخه یادونه کوي چې په ښکاره د پاکستان د حکومت تر ولکې لاندې سیمو کې غونډې او فعالیتونه کوي او پاکستان ورته هېڅ هم نه وايي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG