لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي چارواکي پاکستاني مامورینو سره د افغانستان په ورستي صورتحال خبرې کړي


وېڼدي شرمن او شاه محمودقرېشي
وېڼدي شرمن او شاه محمودقرېشي

د امریکې نایب خارجه وزیرې وېنډي شرمن د جمعې په ورځ په اسلام کې پاکستاني مامورینو سره په افغانستان او د امریکې او پاکستان په دوه اړخیزو تعلقاتو خبرې وکړې.

مېرمن شرمن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ناوخته هندوستان نه پاکستان ته ورسېدله او د صدر جوبایډن د حکومت لومړۍ لوړ رتبه ده چې د پاکستان سفر کوي.

مېرمن شرمن د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي او د پاکستان د قامي سلامیتا مشیر معیدیوسف سره ولیدل.

د شاه محمود قرېشي سره د ملاقات وروسته مېرمن شرمن په ټوېټر خپل پېغام کې وویل د پاکستان خارجه وزیر سره یې د افغانستان د مستقبل او د امریکې او پاکستان په اوږد تعلق خبرې وکړې.

مېرمن شمن زیاته کړه چې دواړه ملکونه به د سیمې او نړیوالو مسلو په حل کولو کې یو بل سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، د شاه محمود قرېشي دفتر په یو بیان کې وویل د مېرمن شرمن سره ملاقات کې ښاغلي قرېشي دا امید څرګند کړو چې طالبان به د ټولو افغانانو د ښېګړې په غرض په افغانستان کې د امن او ثبات دپاره کار وکړي.

د پاکستان د خارجه دفتر د بیان ترمخه شاه محمود قرېشي په دې خبره ټینګار وکړو چې افغانستان ته د انساني مرستې او د مالي وسایلو ورتګ په لړ کې دې نړیواله ټولنه "مثبت شرکت" وکړي چې دا ډول د شاه محمود قرېشي په قول په افغانستان کې دومداره اقتصاد برابر او د افغان ولس تکلیفونه کم شي.

قرېشي د امریکې او پاکستان ترمنځ په مستقل ډول او د نژدې روابطو په اهمیت ټینګار وکړو چې دا ډول دواړه ملکونه مشرتکه مفاداتو ته وده ورکړي او په سیمه کې مشترک اهداف ترلاسه کړی شي.

په هندوستان کې مېرمن شرمن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د افغانستان په تناظر کې وویل چې پاکستان ته د خاصو وجوهاتو په سبب سفر کوي او د هندي مطبوعاتو ترمخه امریکايي استازي وویل هغه نه ویني چې امریکا د پاکستان سره پراخه همکاري جوړول غواړي خو هغې وویل چې په افغانستان کې د حالاتو نه د ځان خبرولو، د طالبانو په اړه په دریځ کې د یووالي او د امریکې او د هندوستان تحفظ یقیني کولو دپاره هغه د پاکستاني مامورینو سره په کره موضوعاتو د خبرو اترو دپاره ورځي.

مېرمن شرمن په داسې حال کې د پاکستان سفر وکړو چې امريکايي ځواکونه د افغانستان نه ستانه شوي او طالبانو بیا په افغانستان واک ترلاسه کړی دی.

که څه هم پاکستاني مامورین وايي د امریکې او د طالبانو د امن معاهدې په لړ کې پاکستان د امریکې سره همکاري کړې ده خو مېرمن شرمن د صدر بایډن د حکومت د اعلا منصب لومړۍ چارواکي ده چې د پاکستان دوره یې وکړه.

د وي او ای رپورټ وايي د امریکې او پاکستان په تعلقاتو کې په روایتي توګه وخت په وخت تاوتریخوالی پېدا کېږي او په افغانستان د طالبان د واکمنۍ نه پس پکې بیا مشکلات راولاړ شوي دي

رپورټ وايي د دې تاوتریخوالي رېښې په پاکستان په دې دا الزاماتو کې دي چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې پاکستان د افغانستان د امریکې پلوه حکومت په ضد د طالبانو سره یوازې ژور تعلقات لرلې لکې د طالبانو یې مرسته هم کوله خو اسلام اباد دا خبره ردوي.

تېره میاشت د امریکې د کانګرس 22 غړو د یو قانون مسوده پېښ کړي چې هدف یې په طالبانو او د طالبانو په پلویانو پابندۍ لګول دي.

د وي او ای رپورټ وايي په مجوزه قانون کې دا غوښتنه هم شوي د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن دې په دې اړه هم نظر وړاندې کړي چې طالبانو واک ته په بیا رسېدو کې پاکستان څومره مرسته کړې او څه کردار یې ادا کړی.

په کانګرس کې د مجوزه قانون سازۍ د مسودې په اړه د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي یوې ورستۍ خبري غونډې ته ویلي دا د بل په سره د پړې اچولو کوښښ دی.

قرېشي وویل پاکستان نه د "قربانۍ ګډوری" جوړول به ځمکنی حقیقتونه نظر انداز کول وي. هغه امریکا باید په دې پوهه وي چې په افغانستان او په سیمه کې ثبات دپاره به په اینده کې هم امریکا د پاکستان همکارۍ ته اړتیا لري.

د وي او ای رپورټ وايي د اسلام اباد او واشنګټن په تعلقاتو تاوتریخوالی بیا په داسې حال کې راپورته شوی چې پاکستان د امریکې سره د خپلو تعلقاتو د سمولو کوښښونه کوي چې بنیاد یې په روایتي توګه د امنیت په برخه کې نه بلکې د تجارت په بنیاد وي.

اسلام اباد ته د وېنډ شرمن د سفر نه وړاندې په واشنګټن کې د کوېنسي انسټېټیوټ څېړونکي اېډم واینسټین ویلي وو هغه د پاکستان ته د امریکايي استازي د سفر نه څه ډیر توقعات نه لري.

هغه وویل پاکستان به غواړي چې امریکا طالبان تسلیم کړي او پاکستان سره د امنیت په ځای د اقتصاد په برخه کې تعلقات پراخه کړي. د هغه په قول "دا دواړه په نژدې وخت کې نشي کېدلی."

واینسټین زیاته کړه چې د ترهګرۍ د مخنیوي په لړ کې به البته واشنګټن د اسلام اباد همکارۍ ته ضرورت لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG