لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سټېټ ډپارټمنټ: په امریکا کې د پاکستاني سفارتکارانو په سفر بندیز نشته


د امریکا د خارجه وزارت ویاندې هیدر نویرټ هم د نهې یا سه شنبې په ورځ یو خبري غونډې په مهال وویل په پاکستاني سفارتکارانو د سفري بندیز په هیڅ معلومات نه لري

د امریکې خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ ویلي په هېواد کې پرځای د پاکستاني سفارتکارانو په سفر کوم بندیز نه دی لگول شوی.

د شورو، چارشنبې، په ورځ د سټېټ دپارټمنټ وضاحت په داسې حال کې مخې ته راغلی چې په پاکستان او هندوستان کې یو شمیر مطبوعاتو په خپلو رپوټونو کې لیکلي وو چې د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت پاکستاني چارواکو ته ویلي د امریکا دننه د پاکستان سفارتخاني او د کونسلګریو عمله به بغیر د اجازې د خپلو دفترونو څخه د ۴٠ ؤ کلومټرو زیات سفر نشي کولی.

دغه مطبوعاتي رپورټونو کې ویل شوي وو چې په پاکستاني سفارتکارانو دغه بندیز به د مۍ په میاشت کې عملي کیږي.

د وي او ای د پوښتنې په جواب کې د سټیټ ډپارټمنټ یو چارواکي وویل "په امریکا کې د پاکستاني سفارتکارانو په سفر بندیز نشته."

خو چارواکي دا وو نه ویل شول چې د داسې قسمه بندیز د لگول کیدیو څه امکان د مۍ په میاشت کې شته او که نا؟

په واشنګټن ډي سي کې د پاکستان سفارتخانې وي او ای ته د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل چې داسې هیڅ قسمه پېغام یې نه دی ترلاسه کړی چې په پاکستاني سفارتکارانو د سفر بندیز لگول شوی دی.

د امریکا د خارجه وزارت ویاندې هیدر نویرټ هم د نهې یا سه شنبې په ورځ یو خبري غونډې په مهال وویل په پاکستاني سفارتکارانو د سفري بندیز په هیڅ معلومات نه لري.

پاکستان او هندوستان په مطبوعاتو کې دا خبرونه په داسې وخت مخې ته راغلي چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنیځ د افغانستان جګړې او د پاکستان د پوځ د افغان طالبانو سره مرستو په سر اړېکې د تاو تريخوالي سره مخ دي.

تیره اونۍ په اسلام اباد کې د امریکا د دفاعي چارو یو سفارتکار په خپل ګاډي په موټرساېکل سپاره دوه کسان وهلي وو. په دغه پېښه کې یو تن مړ او بل ژوبل شوی.

پاکستاني چارواکو غواړي دغه امریکايي کرنل جوزف ایمانول دې قضېې یا مقدمې ته وړاندې کړل شي. په ځواب کې امریکايي سفارتخانې ويلي د دغه پېښې په پلټنو کې پوره پوره مرستې کوي.

XS
SM
MD
LG