لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"نور" – مسلمانه کورنۍ کې د نظریو جگړه


پروفیسر احمد وايي: " دا به کتونکې فیصله کوي چې د ډرامې پیغام څه دې خو په کیسه کښې دا کوشش شوی چې خلکو ته وښودل ‍ی چې اسلامي ټولنه څنگه ده او څنگه د نړیوالو حالاتو د اثر لاندې ده."
پروفیسر احمد وايي: " دا به کتونکې فیصله کوي چې د ډرامې پیغام څه دې خو په کیسه کښې دا کوشش شوی چې خلکو ته وښودل ‍ی چې اسلامي ټولنه څنگه ده او څنگه د نړیوالو حالاتو د اثر لاندې ده."
د "نور" درې روڼه د خپلې تښتول شوي خور د خوشي کولو لپاره په دریو بدلو لارو ځي. عبدالله د خور د خلاصي لپاره د رب نه دعا او د خپل صوفي پیر مرسته غواړي، د ټولو کشر رور علي حسین په حکومت کښې د بډو رشوتونو د شوقي وزیر ددفتر دروازه ډبوي او داود...
داود د خور نیول د مسلمانانو پرضد د هغه په وینا د امریکې او د ملگرو د سازش برخه گڼي. داود پام کوي چې د خور عصمت يي په قیدخانه کښې روغ پاتې شوی نه وي.
دا د "نور" ډرامې کېسه ده.
د بازار نه د "نور" اچتول د دریو ورڼو لخوا د خور د خوشي کولو پلانونه او د بوډا پلار خفگان د "نور" په نوم ډرامه په اسلامي نړۍ کښې اوسنۍ گډوډۍ څرگندوي. د ډرامې کېسه د یوې کورنۍ ده. خو په گډوډو او جگړو بوخت اسلامي هیوادونو کښې دغه کیسه د جنگ ځپلو قامونو او کورنیو د ژوند حال ښایي.
د ډرامې لیکوال په اسلامي ټولنو باندې مشهور عالم پروفیسر ایس اکبر احمد دی. پروفیسر احمد وايي "نور" کښې دا کوشش شوی چې د غربي نړۍ او اسلامي ټولنو او هیوادونو ترمنځ یو پل جوړ شي، فاصلې لنډې کړی شي او یو د بل کلچر وپیژني.
پروفیسر احمد وايي: " دا به کتونکې فیصله کوي چې د ډرامې پیغام څه دې خو په کیسه کښې دا کوشش شوی چې خلکو ته وښودل ‍ی چې اسلامي ټولنه څنگه ده او څنگه د نړیوالو حالاتو د اثر لاندې ده."
Akbar S. Ahmed
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:04:15 0:00


د ډرامې تر ټولو مهم وخت هغه شېبې دي چې د نور د تښتولو ورسته د هغې کورنۍ د طوفان سره مخ کوي. عبدالله او علي مذهب او قانون کښې د خور خوشي کیدل لټوي او داود د ډیرو زارو ورسته هم نه په دعا او نه هم په قانون باور لري.
د هغه قار د نور د بیرته کور ته راتگ او د هغې لخوا د ډاډ گیرونو ورسته هم نه سړیږي. په پیشه د ډاکټر ورور داود په زړه کښې د انتقام یا بدل اور بلیږي. هغه پورا باور لري چې گڼې د خور "عصمت" او د کورنۍ "ننگ" ېی زیانمن شوی. د "الله اکبر" چغه وهي او د کور د بدل اخستلو په نیت اوځي.
د ډرامې سیټ په اسلامي هیواد او اسلامي ټولنه کښې جوړ شوی دی. د بانگ غږ او د روژې د میاشتې رنگ ورکښې ځلیږي. بازار په کښې نه ښودل کیږي. خو د بازار په اړه خبرې ښایي چې د نور د تښتولو په وخت په ماښام کښې په بازار کې ډیره گڼه گوڼه وه. د خلکو د خبرو نه ویره هم ښائي چې د نور چم گاؤنډ کښې لکه د نورو اسلامي ټولنو او کلیو په شان هر سړی او کورنۍ د "ننگ" په نوم څه هم کولی شي.
"نور" به د سپټمبر په ١۴ مه په امریکن یونیورسټۍ کښې عامو خلکو ته په سټیج ښودل کیږي. په ډرامه کښې د هندوستان، پاکستان او افغانستان هنرمندان د ډرامې کردارونه لوبوي. ډائریکټره يي منجولا کمار ده.
تیرکال دا ډرامه د عراق په سلیمانیه کښې په امریکن یونیورسټۍ کښې شوي وه.
که څوک دا اووايي چې د ٩/١١ ورسته "نور" هر جگړه ځپلې اسلامي ټولنې لپاره جوړه شوي نو غلطه به نه وي. ډرامه ښائي چې اسلامي ملکونو کښې جگړو او سیاسي گډوډیو قامونه، کورنۍ او د ملک شهریان د یوې یا بلې مفکورې یا نظريي د مخالفت او یا د ملگرتیا په جگړه کښې اخته کړې، چرته دغه جگړه توده ده او ځینېو نورو ځایونو کښې دجگړې تاو یو څه سوړ دی.
د "نور" ډرامې په سټیج دغه گډوډي څرگنده ښکاري خو ډرامه د امید یوه پلوشه هم وړاندې کوي. ډرامه په پایې کښې د ملانا رومي د عالمیت پیغام ورکوي هغه د "ښه" او "بد" د مفکورو نه لرې د مینې میدان ویني.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG