لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د ګندهاره تهذیب لوټ شوي پخواني اثار پاکستان ته بېرته ورکړي 


په تخت بای کې د بدها د زمانې اثار
په تخت بای کې د بدها د زمانې اثار

د امريکې په نیويارک ښارکې د مېن هېټن د لوی څارنوال په دفتر کې د پاکستان کونسل جنرل عایشه علي ته د ګندهاره پخواني تهذيب قریباً پنځه څلوېښت پخواني اثار يا مجسمې حواله کړی شوي دي چې امریکې ته قاچاق شوي وې.

د راپورونو تر مخه د دویمې صدۍ دغه د بدها مجسمې يا د ګندهاره تهذيب نورې پخوانۍ نخښې د امريکې هوم لېنډ سېکيورټي انوېسټيګېشن محکمې د کال ۲۰۱۵راهسی د ډیر تحقیقات ، چاپو او هڅو نه پس د یو داسې تن د ‌ذاتي ګېلرۍ نه ترلاسه کړي چې هغه په مبینه توګه د پاکستان، هند، افغانستان او لبنان نه ارټ په غېر قانوني انتقالوي.

د خېبر پښتونخوا د لرغوني اثارو او د عجاېب ګرو محکمې مشر عبدالصمد په دې حقله وي او ای ډيوې ته څه داسې ووېل: "بلکل په امريکه کې د ګندهاره د اثارو څه سامان ترلاسه شوی دی،او دا به پاکستان ته واپس راځي. دلته لا رارسېدلی نه دی، هغلته کونسل جنرل ته يې حواله کړی دی."

عبدالصمد وايي خېبر پښتونخوا چرته چې د ګندهاره تهذیب په زرګونو داسې نخښې او په سوونو داسې ځايونه دي او د ټولې نړۍ نه سېلانيان د دې د کتو د پاره راځي، د داسې پخوانۍ نخښو او اثارو د تحفظ د پاره د کال ۱۹۷۵ قانون بيا ورستو د کال ۲۰۱۶ قانون کې هم د ترميم د لارې سخت کړی شوی دی، او په وروستیو کې هم داسې قسمه ګامونه اخستل کيږي چې د داسې لرغوني اثارو تحفظ وکړی شي او د داسې قسمه غېر قانوني کاروبار کونکو مخ نيوی وشي.

عبدالصمد وویل د پخواني اثارو د تحفظ دپاره د قانون نه علاوه انټېکوېټيز ټرېډ کنټرول یوه نوې څانګه هم صوبايي څکومت جوړه کړې ده، چې یې کار صرف هم دا دی چې دخېبر پښتونخوا نه د لرغوني اثارو د قاچاق او غېر قانوني کېندنه کيږي د هغې مخ نيوی وکړي." دې نه علاوه مونږ د يو اربه روپيو يو اطالوي پروژه پېل کوو، منظوري يې شوې ده، هغې کې به مونږ د اټلي نه ماهران راولو، هغه به دلته زمونږ د پوليس يوې مخصوصې دستې ته تربيت ورکوي چې د دې مخ نيوی وشي."

عبدالصمد دا هم هيله لري چې امريکه به په ډېرو عجاېب ګرو کې هلته پراته د ګندهاره تهذيب داسې بوتان پاکستان ته يو ورځ واپس ورکړي ځکه چې دا د دې سيمې د ګندهاره تهذيب پخوانۍ نخښې دي. "زه هيله لرم چې امريکايي حکومت چې دا کوم اصل او ډېر مهم لرغوني اثار په سمت سونين کې يا مېټروپولېټن کې يا ذاتي ګېلريان کې پراته دي، هغه به هم پاکستان ته زر واپس کړي."

د پاکستان د انګرېزۍ ورځپاڼې ډان هم نن په خپله اداريه کې دا خبره خو ستایلې ده چې امريکې د ګندهاره تهذيب دغه پخواني اثار پاکستان ته واپس کړي خو ورسره يې دا هم ويلي چې دا د پاکستان د ګندهاره تهذيب لرغونې نخښې دي او پکار ده چې د دې ژغورنه وشي.

پاکستان ته واپس راتلونکی دغه ۴۵ بتان وویل کیږی د ۲۵۰،۰۰۰ ډالرو مالیت دی او ډان ورځپاڼه وايي د بدها بتان هم دغه پخوانی مجسمو کښی شامل دې خو اداریه کښې تپوس کوی پاکستاني چارواکي به د ګندهاره د دغه نښو حفاظت څنګه کوي او داسې نورو پخوانی او قیمتی تقافتی ورثې او اثاثې به د لوټ او غلاګرو نه څنګه محفوظ کوي؟ ورځپاڼه افسوس کوي چې د پاکستان حکومت د پخواني اثارو د قاچاق او کاروبارو مخه نیوولوکې تر اوسه ناکامه دی.

XS
SM
MD
LG