لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمي خلیلزاد پاکستان سره په افغان سوله کې په رول لوبولو خبرې کوي


زلمي خلیلزاد په اسلام آباد کې د پاکستاني مامورینو سره ولیدل
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:50 0:00

زلمي خلیلزاد په اسلام آباد کې د پاکستاني مامورینو سره ولیدل

د افغانستان د سولې دپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمی خليلزاد په اسلام اباد کې د پاکستاني مامورینو سره یو ځل بیا د سولې د هڅو په روانه لړۍ خبرې کړې دي.

که څه هم د گل، دوشنبې، په ورځ د خلیلزاد او د پاکستاني چارواکو د خبرو په اړه څه حکومتي بیان نه دی خپور شوی خو تیره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ډاکټر محمد فېصل خپل یوه ټویټ کي ویلي د خليلزاد دغه سفر د افغان سولې د بهير، دوه اړخيزه اړيکو او د معمول د صلاح مشورې برخه ده.

د پاکستان د خارجه دفتر ترجمان محمد فېصل د پاکستان د "آپ" ټېلې وژن سره مرکه کې ویلي د افغانستان د سولي په اړه خبري روانی دي، پاکستان یې ملاتړ کوي، افغانستان کې لاس وهنه نه کوي او په گاونډي هېواد کې امن غواړي.

د څیړونکو وینا ده چي د امریکايي چارواکو د دغه سفر مقصد افغان طالبان خبرو ته تیارولو د پاره د پاکستان مرسته غوښتل کیدی شي.

د پیښور پوهنتون د نړیوالو چارو د څانګي پخوای مشر ډاکټر اعجاز خټک وايي پاکستان چي څومره اثر په طالبانو لري امریکا غواړي چی پاکستان یې په طالبانو وکاروي او طالبان ډزبندی ته تیار کړي. دوی زیاتوي د وزیراعظم عمران خان په افغانستان کي د مداخلت نه کولو بیان مثبت دی خو دا به کتل وي چې آیا پاکستان به په عملي توگه دا هر څه وکړي او که نا؟

د سیمې د امنیتي چارو څېړونکی او د پوځ پخوانی بریګیډیر محمود شاه وي او ای ډیوه ته وویل امریکا غواړی چي پاکستان طالبان قانع کړي چې د افغان حکومت سره خبري وکړي خو طالبان د دی څخه انکاري دي.

د مطبوعاتي رپورونو تر مخه امریکايي استازی زلمی خلیلزاد به د پاکستان د موجوده سفر په مهال د وزیراعظم عمران خان، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی، د پوځ سر لشکر جنرال قمر باجوه او نورو سیاسي او عسکري چارواکو سره هم ویني.

خلیلزاد په کابل کې څه ویلي ؟

د اتوار، یک شنبې، په ورځ په کابل کې وویل چې د طالبانو سره د خبرو هدف د افغانستان د مسلې سیاسي حل لټول دي. د افغانستان د طلوع ټېلې وژن سره خبرو کې ښاغلي خلیلزاد وویل "مونږ انخلا نه، امن او سیاسي حل غواړو."

هغه زیاته کړه چې داسې سوله غواړي چې په نتیجه کې به یې د افغانستان څخه د انخلا لاره هواره شي. "دا خبره صحیح نه ده چې د امن د لوظنامې نه وړاندې به خارجي ځواکونه د افغانستان څخه ووځي."

زلمي خلیلزاد په کابل کې د افغان ولسمشر اشرف غني سره یې وليدل. د مطبوعاتو تر مخه په دغه ليدنه کې د افغانانو تر منځ د سولې په خبرو ټینګار وشو.

خپلې ورستۍ مرکه کي ښاغلي خلیلزاد وویل چې طالبان د هیواد څخه د امریکايي ځواکونو په ووتو ټنګار کوي خو تر هغې پورې څه لوظنامه نه شي کیدی ترڅو چی ډزبندی وه نشي ځکه چې امریکا ترهګري ختمول غواړي.

خليل زاد دوه ورځې وړاندې د پاکستان د وزيراعظم عمران خان هغه بیان ستایلی وو چې هغه پکې په افغانستان کې د تشدد غندنه کړې وه او ویلي یې وو چې پاکستان به د افغانستان په شخړه کې فریق نه جوړیږي.

د زیارت، پنجشنبې په ورځ د پاکستان د وزيراعظم د دفتر نه په جاري شوي بيان کې ویل شوي وو عمران خان وايي پاکستان د افغانستان د امن په ګډون د بېن الافغاني خبرو ملاتړ کوي چې دا رنگ افغانان د خپل ملک د راتلونکې پریکړه په خپله وکړي.

د دی څخه وړاندي د پخوانی قبائلي سیمي د سفر په مهال په افغانستان کي د لنډ مهاله حکومت په اړه د عمران خان د یوه بیان افغان دولت غندنه کړې وه چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي.

د خلیلزاد سره په خبرو کې د امریکې د خاجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ د جنوبي او منځنۍ اسيا استازې اېلس ويلز هم ناسته وه.

په کابل کې مشورتي جرگه

په کابل کې د سولې مشورتي جرگه کې د افغانستان د۳۴ ولایتونو په استازیتوب ۳۲۰۰ کسان برخه اخلي. جرگه به د څلورو ورځو پورې دوام لري.

صدر اشرف غني د جرګې د پرانستې په موقع وویل چې ملت له طالبانو سره د سولې مذاکراتو لپاره د جرګې رغنده او اغېزمنو مشورو ته اړتیا لري.

په اسلام اباد کې د افغان امن په اړه په غیر حکومتي کچه غونډه

بلخوا په اسلام اباد کي د پاکستان او افغانستان دپوهانو او پخواني مشرانو تر منځ د افغان طالبانو سره د سولي په اړوند خبري شورو شوي.

دغه دوی ورځنی خبری د هنس سیډل فاؤنډیشن (HSF) په مرسته د ریجنل پيس انسټیټیوټ (RPI)د سوري لاندي کیږی.

د ریجنل پیس انسټیټیوټ د مشر رؤف حسن تر مخه دغه غونډه په داسي حال کي روانه ده چی د افغانستان د سولي په اړوند هڅي رواني دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG