لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لواېډ اسټن افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په اړه د پاکستان د پوځ مشر سره خبرې کړي


د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار د شورو، چهارشنې، په ورځ یو بیان کې وویل جنرل باجوه او لواېډ اسټن په ټېلې فون خپلو خبرو کې په سیمه ایز امنیت، په افغان سوله کې د ورستي پرمختګونو او د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ستنېدلو په موضوعاتو خبرې وکړې
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار د شورو، چهارشنې، په ورځ یو بیان کې وویل جنرل باجوه او لواېډ اسټن په ټېلې فون خپلو خبرو کې په سیمه ایز امنیت، په افغان سوله کې د ورستي پرمختګونو او د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ستنېدلو په موضوعاتو خبرې وکړې

د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمرجاوېد باوجوه سره په افغانستان کې د امن او افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا ترڅنګ په یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړي دي.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار د شورو، چهارشنې، په ورځ یو بیان کې وویل جنرل باجوه او لواېډ اسټن په ټېلې فون خپلو خبرو کې په سیمه ایز امنیت، په افغان سوله کې د ورستي پرمختګونو او د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ستنېدلو ترڅنګ د دوه اړخیزه همکارۍ په موضوعاتو خبرې وکړې.

د جنرل باجوه سره د لواېډ اسټن د خبرو په اړه د امریکې د دفاع وزارت، پېنټګان، ترجمان جان کربي خبریالانو ته خپل بیان کې وویل ښاغلي اسټن په افغانستان کې د امن دپاره د پاکستان د کوښښونو ستاینه وکړه او ویې وېل چې دواړه ملکونه په سیمه کې د خپلو مشترکه اهدافو ترلاسه کولو دپاره همکاري باید دوامداره وساتي.

د امرېکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن هم دا میاشت د جنرل باوجوه سره په ټېلې فون د افغان امن په موضوع خبرې کړي دي.

امریکايي چارواکو د پاکستاني مامورینو سره په داسې حال کې رابطې کړي دي چې امریکايي ځواکونو د افغانستان نه د انخلا بهیر شروع کړی دی.

د صدر جوبایډن د اعلان ترمخه افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ستنېدلو بهیر به د سېپټمبر د ۱۱ نېټې پورې سر ته ورسول شي.

پاکستان وايي د امریکې او طالبانو ترمنځ په سوله کې او طالبان د مذاکراتو میز ته په راوستلو کیې یې اهم کردار ادا کړی دی. خو افغان چارواکي وايي د طالبانو مشران په پاکستان کې مېشته دي او پاکستان اوس هم د طالبانو مرسته کوي. پاکستان دا خبره ردوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG