لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سي ايي ای مشر: پاکستان دې 'خوندي ځالې' ختمې کړي، که نا_ نو مونږ به ګام اخلو


د امریکې ددفاع وزیر جم مېټس د گل په ورځ اسلام اباد ته رسیدونکی دی
د امریکې ددفاع وزیر جم مېټس د گل په ورځ اسلام اباد ته رسیدونکی دی

د امریکې د استخباراتي ادارې سي ايي ای مشر مایک پېم پی یو ویلي پاکستان دې په خپله خاوره د وسله والو پناه ځایونه ختم کړي گني نو امریکا به ګام اخلي.

د استخباراتي ادارې مشر دغه خبره په داسې مهال چې د امریکې ددفاع وزیر جم مېټس د گل په ورځ اسلام اباد ته رسیدونکی دی.

د سي ايي ای مشر مایک پېم پی یو وویل جم مېټس به پاکستاني مامورینو ته د صدر ډانلډ ټرمپ دا پېغام رسوي چې غوره خبره به دا وي چې پاکستان دې په خپله د وسله والو خلاف اقدامات وکړي.

هغه زیاته کړه که چرې پاکستان دغه مقصد نشي ترسره کولی نو بیا به "مونږ هره ممکنه چاره کوو چې دا یقیني کړو چې دغه پناه ځایونه وجود و نه لري."

د سي ايي ای مشر وویل په پاکستان کې د وسله والو پناه ځایونه په افغانستان کې د ثبات دپاره د امریکې د کوښښونو پښې وهي.

خو بیا هم ښاغلي پېم پی یو وویل امریکا غواړي چې د ترهگرۍ د مخنیوي په لړ کې د پاکستان مرسته او کومک ترلاسه کړی شي.

د امریکې د ریگن نېشنل ډیفنس فورم په نوم د څېړنې ادارې یوې غونډه ته وینا کې ښاغلي پېم پی یو وویل د دفاع وزیر جم مېټس به په اسلام اباد کې د پاکستاني مامورینو سره په پاکستان کې د وسله والو د پټن ځایونو په موضوع خبرې اترې کوي.

د اگست په میاشت کې د افغانستان او په پراخه کچه د جنوبي ایشیا دپاره خپله نوي تگ لار د اعلانولو په موقع صدر ټرمپ په کلکه په پاکستان غږ کړی و چې په خپله خاوره دې د وسله والو پناه ځایونه ختم کړي او د طالبانو سره د سولي او خبرو اترو په عمل کې د مثبت کردار ادا کړي.

پاکستان په هیواد کې د وسله والو د پناه ځایونو خبره ردوي. خو د پاکستان د تردیدونو پرته، افغان او امریکايي چارواکي د ډیر وخت راهسې وايي چې د طالبانو مشران او د طالبانو حقاني ډله په پاکستان کې میشته دي او د هلته څخه په افغانستان کې د حملو سازشونه کوي.

د افغانستان دپاره د صدر ټرمپ د نوي تگلارې یوه برخه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په شمیره کې اضافه او د وسله والو خلاف د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې تندي کول دي.

دپاکستان د نوي امریکايي تگلارې مخالفت کړی دی وايي ددې په نېیجه کې به په افغانستان کې جنگ دوام ومومي.

تیره میاشت د پاکستان د خارجه وزارت ترجمان دې خبرې تصدیق وکړو د پاکستان او د امریکا ترمنځه ځېني اختلافات موجود دي او د دواړو ملکونو چارواکي د دې ختمولو لپاره د یو بل سره په رابطه کې دي.

د ریگن نېشنل ډیفنس فورم ته د سي ايي ای پخواني مشر او پخواني دفاع وزیر لیون پنېټه په خپله وینا کې وویل چې افغانستان کې د قلراری راوستلو لاره کې پاکستان یو خونډ دی او دا چې پاکستان په دې ټول وخت کې یو مسله پاتې شوی دی. دې زیاتوی چې د ترهگرې خلاف پاکستان دوه مخه پالیسي اختیار کړې ده.

لیون پنېټه وویل یو خوا پاکستان دا وسله وال د ځان لپاره خطره بولي او د دوي په خلاف گامونه پورته کوي خو بل اړخ ته دا وسله وال د هند او د افغانستان په مقابله کې د گټو لپاره هم استعمالوي.

هاغلې پنېټه زیاته کړه چې د امریکه موجوده انتظامیه به پاکستان ته دا ښکاره کوي چې د ترهگرو د تگ راتگ او د ودي د خوندي ځالو ختمولو لپاره به گامونه پورته کوي. که پاکستان داسې ونکړي نو بیا به په افغانستان کې د امریکا لپاره ستونزه دوام ولري، هغه وویل.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG