لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ډېنیل پرل په قتل کې سزا شوی احمد عمر سعید شېخ به لا په زندان کې وي


د ډېنیل پرل کورنۍ سپریم کورټ کې د احمدعمرسعید شېخ د بریت خلاف اپیل کړی دی

د امریکایي ورځپاڼې وال سټریټ جرنل خبریال ډېنیل پرل په وژل کېدو کې سزا شوی پاکستاني نژاد برطانوي شهري احمد عمر سعید شېخ به درې میاشت نور په زندان کې بند وي، د دې باوجود چې یو عدالت یې د بري کېدو امر کړی دی.

د احمد عمر سعید شېخ په اړه دغه معلومات د شورو، چهارشبنې، په ورځ سرکاري وکیلانو په سپریم کورټ کې د مقدمې د اورېدنې په مهال شریک کړل.

احمد عمر سعید شېخ ته په کال ۲۰۰۲ کې د مرګ سزا اورول شوي ده او په زندان کې بندي دی. د سږ کال د اپرېل په میاشت کې یو عدالت د هغه د بري کېدو فېصله وکړه.

د ډېنیل پرل کورنۍ سپریم کورټ کې د احمدعمرسعید شېخ د بریت خلاف اپیل کړی دی.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د پرل د کورنۍ وکیل فېصل صدیقي وویل حکومتي وکیل فیاض شاه عدالت نه وغوښتل چې هغه د دستاویزاتو تیاروولو دپاره نور وخت ته ضرورت لري. بیا د مقدمې اورونه د اکتوبر د ۲۱ پورې وځنډول شوه.

ای پي وايي د پرل وکیل فېصل صدیقي امید کوولو چې سپریم کورټ به د شورو، چهارشنبې، په ورځ د احمدعمرسعید شېخ د بري کېدو فېصله رد کړي.

د احمد عمر سعید شېخ وکیل محمود شېخ د ای پي سره خبرو کې د هغه امید و چې د هغه د موکل د ازادیدو فېصله به د شورو، چهارشنبې، په ورځ وکړی شي. هغه وویل موکل یې د لامحدود وخت دپاره په زندان کې نشي ساتل کېدلی.

ډېنیل پرل د کال ۲۰۰۲ د جنورۍ په ۲۳ په کراچۍ کې په داسې حال کې وتښتول شو چې هغه د پاکستاني وسله والو سره د ریچرډ ریډ د تعلق په اړه د خپل رپورټ دپاره څېړنه کوله. ریچرډ ریډ چې د "شو بامبر " یا د بوټ بمبار په نامه مشهور شوی و هغه تن و چې د پېرس نه د امریکې فلوریډا ریاست ته په پرواز کې نیول شوی او په خپلو بوټانو کې یې چاودېدونکي مواد پټ کړي وو.

سږ کال د اپرېل په میاشت کې عدالت د احمد عمر سعید شېخ د مرګ سزا ختمه کړه خو د ډېنیل پرل د په تښتوولو کې یې د هغه اووه کاله د قېد سزا پرځای وساتله.

XS
SM
MD
LG